د لبنان حکومت کابینه ،نیم وزیران مسلمان او نیم هم مسیحیان
د لبنان نوی حکومتی کابینه جوړه شوه
د لبنان ولس د تیر اکتوبر میاشتې له اولسمې نیټې د حکومت د پراخ مالی او اداری فساد اوکرغیړن اقتصادی پروګرام باندې په اعتراض کې پراخې مظاهرې پیل کړی وې چې په نتیجې کې ئې دسعد حریری په مشرۍ حکومت استعفی ته اړشوی ؤ .
فارس خبری اژانس راپورورکړ دلبنان د وزیرانو دشورا منشی محمود مکیه بیګا دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلی دی ، د لبنان د لومړی وزیر حسان دیاب د حکومت نوی کابینه جوړه شوی او د ولسمشر میشل عون له خوا تائید شوی هم ده .
د حسان دیاب په لومړی وزارت سره دغه شل کسیزې کابینې کې نیم مسلمانان او نیم هم مسیحیان وزیران شامل دی او په درو کې یوه برخه پکې ښځې هم ترسترګو کیږی .
دلبنان لومړی وزیر د دغه هیواد دحکومتی کابینې له جوړیدا وروسته په خبری کنفرانس کې ددې خبرې په کولو سره چې لبنان دخپل تاریخ په یوې حساسې مرحلې کې دی ، وئیلی دی ، د حکومت وزیران به د ولس دغوښتنو په ګټه کار وکړی او هڅه به وکړی څو د عامو خلکو غوښتنې تامین کړی .
ټاکل شوې ده چې دحکومتی کابینې غړی نن دلبنان پارلیمان ته ورمعرفی او له پارلیمانه هم د اعتماد رای واخلی .