د عراق خلک سبا د امریکا پرضد سترې مظاهرې کوي
زمونږ خبریال وايي د عراق د عصائب اهل الحق غورځنګ مشر قیس الخزعلي وویل سبا ورځ د امریکا ضد مظاهرې د بریتانیا د استعمار پرضد د عراق د خلکو د نولس سوه شلم (۱۹۲۰) میلادي کال د انقلاب یادونه کوي .
هغه وویل د پلازمینې بغداد په شمول د هیواد په بیلابیلو ښارونو کښې د جمعې له لمانځه وروسته د عراق د خلکو د سبا ورځې میلیوني مظاهرې به «انقلاب عشرین» وي .
انقلاب عشرین چې د نولس سوه شلم (۱۹۲۰) میلادي کال په مي میاشت کښې رامینځته شوی وو د بریتانیا د ځواکونو لخوا د عراق د نیواک پرضد د عراق د خلکو ستر انقلاب وو چې لومړۍ په بغداد کښې پیل شو او د کربلا په شمول د هیواد نورو سیمو ته پراخ شو .
الخزعلي دغه راز ټینګار وکړ د عراق ملت به نیواګران له هیواد څخه وتلو ته مجبوره کړي .
د عراق د مقتدا صدر ډلې مشر مقتدا صد هم تیره اونۍ د هیواد خلک د امریکا د عسکرو د شتون د غندلو لپاره پراخو مظاهرو ته وروبلل او د عراق مقاومت ډلو او خلکو هم د هغه هرکلی وکړ .