د امریکا پرضد د عراق د خلکو مظاهرې پیل شوې
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i87481-د_امریکا_پرضد_د_عراق_د_خلکو_مظاهرې_پیل_شوې
زمونږ خبریال وايي په بغداد کښې د امریکا د نیواکګرو عسکرو پرضد د عراق د خلکو میلیوني مظاهرې پیل شوي دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 24, 2020 09:03 Asia/Kabul
  • د امریکا پرضد د عراق د خلکو مظاهرې پیل شوې

زمونږ خبریال وايي په بغداد کښې د امریکا د نیواکګرو عسکرو پرضد د عراق د خلکو میلیوني مظاهرې پیل شوي دي .

د عراق د پلازمینې بغداد  خلکو د امریکا ضد مظاهرې د عراق د شلم (۲۰) انقلاب په نوم سره د بغداد له «الطابقین پل» څخه پیل کړې .

د عراق مظاهره چیانو د خپل هیوادونه بیرغونه په لاسونو کښې نیولي او په یوه(۱) خوله له خپل هیواد څخه د امریکا د عسکرو د وتلو غوښتنه کوي .

په عراق کښې زیات پوسټرونه (Posters ) په انګریزې ژبه  یعني ګو اوټ ( go out) ټکي سره لیکل شوي چې نیغ په نیغه د امریکا عسکرو او ولسمشر ټرمپ ته مخاطب دي او خلک سمدستي له خپل هیواد څخه د امریکا او دنورو خارجي نیواکګرو پوځيانو په وتلو ټينګار کوي .