په پاکستان کې د عراقي ولس امریکا ضدمیلیوني لاریونونو ډيرانعکاس درلودلی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i87505-په_پاکستان_کې_د_عراقي_ولس_امریکا_ضدمیلیوني_لاریونونو_ډيرانعکاس_درلودلی
پاکستان ډان خپرونې لیکلی دي،په بغدادکې د عراق په میلیونونو پاریدلو خلکو په پرتمین میلیوني لاریون ترسره کولو سره په سیمې کې د امریکائي پوځیانو په جنایتونواو وحشیتوب په سختې کرکې او نفرت نندارې ته په وړاندې کولو سره له خپل هیواده د عراق د پارلیمان د مسودې په سااس د نیواکګرو د وتلو غوښتونکي شول .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jan 25, 2020 11:52 Asia/Kabul
  • په پاکستان کې د عراقي ولس امریکا ضدمیلیوني لاریونونو ډيرانعکاس درلودلی

پاکستان ډان خپرونې لیکلی دي،په بغدادکې د عراق په میلیونونو پاریدلو خلکو په پرتمین میلیوني لاریون ترسره کولو سره په سیمې کې د امریکائي پوځیانو په جنایتونواو وحشیتوب په سختې کرکې او نفرت نندارې ته په وړاندې کولو سره له خپل هیواده د عراق د پارلیمان د مسودې په سااس د نیواکګرو د وتلو غوښتونکي شول .

 زمونږ خبریال د سحر اردو خبری چینل له قوله راپورراکړ د پاکستان ولس ، سیاسی او رسندوئي ټولنو  د امریکا د تیریګرو سیاستونو او کرغیړنو کړنو په ضد دعراق د ولس د میلیوني لاریونونو  چې پرون  دبغداد پشمول په درست هیواد کې ترسره شوي ، ډير درنښت شوی او انعکاس ئې ورکړی دی .

 راپورښئ،پاکستان ډان خپرونې لیکلی دي،په بغدادکې د عراق په میلیونونو پاریدلو خلکو په پرتمین میلیوني لاریون  ترسره کولو سره  په سیمې کې د امریکائي پوځیانو په جنایتونواو وحشیتوب په سختې کرکې او نفرت نندارې ته په وړاندې کولو سره   له خپل هیواده د عراق د پارلیمان د مسودې په سااس د نیواکګرو د وتلو غوښتونکي شول .

دپاکستان جنګ ورځپاڼې هم نن  د عراق د ولس امریکائي ضد پرتمینو مظاهرو ته په اشارې سره  لیکلی دي ، د عراق په میلیونونو ښاریزو ، د  امریکادترهه ګرو پوځيانو وحشي توب او تیریګري ، جنګي جنایتونه بللي دي .

 دپاکستان  دخپرونو او رسندویو  د راپورونو په اساس ،  دعراق پاریدلو م ظاهره چیانو  امریکا د سورئې ، افغانستان ،عراق  په څير په ډيرو هیوادونو کې  د داعش پشمول  له ترهه ګرو ډلو  په پوځي او مالی ملاتړونو تورنه کړې او مړه دې امریکا ، مړۀ دې وي اسرائيل  او مړ دې ټرمپ په څير په شعارونو سره ئې د امریکا بیرغونه سوزولي دي

همداراز د پاکستان په بیلابیلو ښارونو کې هم د جمعې لمانځه په خطبو کې  د عراق د ولس ددغه میلیوني لاریون  په ستاینې سره  په اسلامی نړۍ کې د امریکا وحشي توب  او جنایتونه غندل شوي او  دسیمې  په تیره بیا د اسلامی هیوادونو له مشرانو غوښتل شوي چې  دامریکا او استعمارګرو د ګوډاګیتوب په ځاي دې  په ولسونو باندې په تکیې سره خپله خپلواکي او حاکمیّت وساتي او له خپلو هیوادونو دې  دغه استعماري قدرتونه او پوځيان وشړي .  او له دغو تیریګرو او حشي ډوله رژيمونو سره دې خپلې اړیکې غوڅې کړي .