د سوریې پوځیان سراقب ښار ته ورننوتل
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i87760-د_سوریې_پوځیان_سراقب_ښار_ته_ورننوتل
ایسنا خبري اژانس وايي د سوریې د بشري حقوقو څارونکي موسسې پرون وویل حکومتي عسکر په ادلب ولایت کښې سراقب ستراتیژیک ښار ته ننوتلي دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 06, 2020 01:04 Asia/Kabul
  • د سوریې پوځیان سراقب ښار ته ورننوتل

ایسنا خبري اژانس وايي د سوریې د بشري حقوقو څارونکي موسسې پرون وویل حکومتي عسکر په ادلب ولایت کښې سراقب ستراتیژیک ښار ته ننوتلي دي .

دغه موسسې وویل د سوریې پوځ د حلب ښار له جنوبي خوا څخه د ترهګرو د ملاتړ  کرښو  په تړلو سره د سراقب ښار د پاکولو عملیات پیل کړي دي .

د سوریې  پوځ په تیرې سه شنبې ورځ هم د ادلب په جنوب ختیځ کښې مردیخ ، کدور او رویحه کلي تر کنټرول لاندې وروستلي وو .

د سوریې پوځ څو ورځې کیږي په ادلب ولایت کښې د اوربند په بیا بیا خلاف ورزۍ کولو کښې د ترهګرو ډلو اقدام ته په غبرګون کښې په دغه سیمه کښې پوځي عملیات پیل کړل او تراوسه توانیدلی دی د دغه ولایت یوشمیر سیمې له ترهګرو ازادې کړي .

ادلب ولایت په سوریې کښې د ترهګرو ډلو اخري مرکز دی او له ترهګرو ډلو د دغه ولایت او د حلب د لویدیځ د ځینو سیمو او د لاذقیه د ختیځ په ازادیدا سره به په دغه هیواد کښې د ترهګرو ډلو شتون له مینځه ولاړ شي .