په سورئې کې د ترهه ګرۍ جرړې باید وچې شي
د چین دغه لوړپوړي ډيپلوماټ د سورئې د خپلواکۍ او مځکنۍ بشپړتیا پر ساتنې په ټينګار سره وئيلی دي،درست هیوادونه باید په سورئې کې د ترهه ګرۍ د ودې زمینې له مینځه یوسي .
شین هوا خبری آژانس راپورورکړ ، په ملګروملتو کې د چین د استازي مرستیال ووهای تایو د امنیت شورا په غونډې کې پخپلې وینا کې وئيلي دي ، په سورئې کې یوازې د ترهه ګرۍ په نابودلو سره ، دسیاسی بهیر د پرمخ بیولو لپاره یو کرار چاپیریال رامینځةکیږي .
په ملګروملتوکې د چین داستازي مرستیال د سورئې د ادلب ولایت د وضعیّت په باب هم وئيلي دي،ادلب ولایت د ترهه ګرۍ د ودې لپاره په یو ه مرکز بدل شوی ؤ .
د چین دغه لوړپوړي ډيپلوماټ د سورئې د خپلواکۍ او مځکنۍ بشپړتیا پر ساتنې په ټينګار سره وئيلی دي،درست هیوادونه باید په سورئې کې د ترهه ګرۍ د ودې زمینې له مینځه یوسي .
د سورئې پوځ او مقاومتي چورلیز له تیرو دوو میاشتو راهسې د ترهه ګرو له سپير وجوده د ادلب ولایت د پاکولو عملیات پیل کړي،چې تر دې دمه ئې ډير پرمختګونه کړي،خو دترکیې پشمول ځيني هیوادونه چې ددغو عملیاتو مخالف دي،له ترهه ګرۍ سره د مبارزې په پلمه دسورئې د ټاټوبي ځيني برخې ئې نیولي دي چې په روښانه ډول د نورو دخپلواکۍ او مځکنۍ بشبړتیا خلاف ورزي ده .