تهران ماسکو انقره د سورئې په باب درې اړخیزه غونډه جوړوي
له دې مخکې د لویدیځي آسیا په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي میخائيل بوګدانوف په راتلونکو شپو ورخو کې د سورئې د وروستیو حالاتو په باب د درې اړخیزې ناستې خبر ورکړی او وئيلي ئې وو ،چې تهران به په مارچ میاشت کې ددغې غونډې کوربه وي .
زمونږخبریال راپور راکړ ،د ترکیې خارجه وزارت د سورئې د وروستیو حالاتو د ارزونې لپاره د ایران،روسیې او ترکیې د درې اړخیزې ناستې په تائيدولو سره ټینګار کړی،درې هیوادونه ددغې درې اړخیزې ناستې د وخت په باب سره مشورې کوي .
د ترکیې د خارجه وزارت په خبرتیا کې راغلي دي ، درې لوري د غونډې دترسره کیدا د تاریخ په باب د موافقې په لټه کې دي .
له دې مخکې د لویدیځي آسیا په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي میخائيل بوګدانوف په راتلونکو شپو ورخو کې د سورئې د وروستیو حالاتو په باب د درې اړخیزې ناستې خبر ورکړی او وئيلي ئې وو ،چې تهران به په مارچ میاشت کې ددغې غونډې کوربه وي .
په دغې غونډې کې به د روسیې،ایران او ترکیې ولسمشران ګډون وکړي .
په تیرې یوې میاشتې کې دسورئې دشمال په تیره بیا د ادلب ولایت حالات د سورئې د پوځ د پاکونکو عملیاتو په سختیدا او دهغو د بریالیتوبونو په دوام سره لاپيچلي شوي دي .
دغه تاؤتریخوالي له دې وروسته زیات شوي،چې د سورئې او ترکیې پوځونه دسورئې دشمالي سیمو په یوې برخې کې سره ښکیل شوي او پر یوه بل ئې درندې ډزې کړي .