ابو فدک المحمداوي د ابومهندي ځای ناستی شو
تسنیم خبري اژانس وايي د عراق ولسي بسیج ځواک الحشد الشعبي بیګا ابو فدک المحمداوي د دغه ځواک د مرستیال او د شهید ابومهدي المهندس د ځای ناستي په توګه وټاکه .
د عراق د ولسي بسیج ځواک یوه(۱) نامتو غړي ابو علی البصري په دې هکله وویل د شهید ابو مهدي المهندس د ځاې ناستي په توګه د ابو فدک المحمداوي په انتخاب سره ټاکل شوي ده چې تر راتلونکو دوو (۲) ورځو پورې د عراق د وسله والو ځواکونو مشر هم له دغه انتخابیدا سره خپل موافقت اعلان کړي .
ابو مهدي المهندس د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک له قومندان ډګر جنرال قاسم سلیماني او یوشمیر نورو ملګرو سره یوځاې د روان میلادي کال د جنورۍ د میاشتې په دریمه (۳) نیټه د عراق بغداد هوايي ډګر ته نږدې د امریکا د ترهګرو او د تیریګرو ځواکونو په هوايي برید کښې شهید کړی شوی وو.