امریکا د مقاومت له ځواکونو ویره لري
زمونږ خبریال وايي د عراق حزب الله غورځنګ بیګا په یوې (۱) بیانیې کښې د امریکا لخوا د دغه غورځنګ د مشر پرضد بایکاټ لګولوته په اشارې سره وویل د واشنګټن اقدامات به د عراق مقاومت ډلې د امریکا د عسکرو د ایستلو د فیصلې په اجرا کولو کښې سستې نکړي .
د عراق حزب الله غورځنګ ټینګار وکړ دا د حزب الله لپاره ویاړ دی چې امریکا په عراق او سیمه کښې د خپل ځان او د خپلو پلانونو پرضد د مقاومت د ځواکونو له وجود څخه خطر احساس کړي .
د عراق حزب الله غورځنګ په دغه هیواد کښې د مقاومت د ځواکونو پرضد د امریکا بې اساسه ادعاګانو ته په اشارې سره وویل امریکا د مقاومت له ځواکونو څخه چې واشنګټن او داعش ډلې ته یې ماتي ورکړي ده ویره لري .
د امریکا خزانې وزارت وړمه ورځ د عراق د حزب الله غورځنګ دمشر احمد الحمداوي پرضد بایکاټ لګولی وو .