سورئې د ترکیې۴ډرونز اوترکیې هم د سورئې۲جنګی الوتکې نسکورې کړې
وروستي راپورونه ښئ چې دترکیې پوځ د سورئې شمال لویدیځي سیمو په تیره بیا ادلب ولایت ته نوره تازه دم پوځیان سره د سترو تجهیزاتو هم لیږدولي دي .
فارس خبری اژانس راپور ورکړ دسورئې د پوځ هوافضا دفاعي توغندوي سسټم پرون په ادلب ولایت کې دترکیې څلور بې پيلوټه الوتکې نسکورې کړي او همداراز ئې دحماه ولایت په فضا کې هم دترکیې تیریګرې الوتکې تښتې ته اړباسلي دي .
د سورئې په ادلب ولایت کې دتریې له پوځیانو او ددغه هیواد تر ملاتړ لاندې ترهه ګرو سره د سورئې دپوځ دنښتو له سختیدا سره په یووخت ، پرون مازدیګر د سورئې ددفاع وزارت یوې سرچینې وئيلي ، د ادلب ولایت فضا پوځي ممنوع سیمه اعلان شوې ده .
دسورئې په ادلب ولایت کې د سورئې دپوځ او دمتحدانو پاکونکي عملیات ددغه هیواد شمالي برخه چې په سورئې کې د تکفیری ترهه ګرو ډلو تر ټولو وروستۍ مرکز حسابیږي ، دترکیې منفي غبرګون او دوامدار ګواښونه په ځان پسې درلودلي دي .
همداراز د سورئې سانا رسمي خبري آژانس هم راپور ورکړی په دغو تاؤتریخوالو پسې دترکیې پوځ د ادلب ولایت په فضا کې د سورئې دوې جنګي الوتکې هم په نښه کړي دي . راپور ښئ ددغو دوو سوریاوالو جنګي الوتکو پيلوټانو له نسکوریدا مخکې دپیراشوټ په وسیله ځانونه ژغورلي دي . وروستي راپورونه ښئ چې دترکیې پوځ د سورئې شمال لویدیځي سیمو په تیره بیا ادلب ولایت ته نوره تازه دم پوځیان سره د سترو تجهیزاتو هم لیږدولي دي .