دسورئې پوځ دوه نوره ناپيژاندي بې پيلوټه الوتکې نسکورې کړي
Mar 07, 2020 02:49 Asia/Kabul
د سورئې پوځ او دمتحده ځواک پرمختګونه دوام لري او له ترهه ګرۍ سره په مبارزې کې تر دې دمه برلاسه دي .
د سورئې یانا رسمي خبري اژانس راپورورکړی ، دغه دوې بې پيلوټه الوتکې چې د ادلب ولایت له یوې برخې راپورته شوي وې ، د لاذقیه ولایت په الجبله سیمې کې نسکورې کړائ شوي دي .
په تیرو دوو اونیو کې د سورئې دشمال ادلب ولایت وروستي حالات ، د ترهه ګرو د سپيرو خوځښتونو له امله تاؤتریخجن شوي او په دغې سیمې د ترکیې د پوځ تیریو او دسورئې له پوځ سره ئې ښکیلیدا تاؤتریخوالي نوره هم زیات کړي دي .
په عین حال کې کې د سورئې پوځ او دمتحده ځواک پرمختګونه دوام لري او له ترهه ګرۍ سره په مبارزې کې تر دې دمه برلاسه دي .
ټیګونه