د جنګ درول اوکلابندۍ ختمول د خبرو وارمخکې شرط دې
عبدالسلام همداراز ویلی دي چی مارتین ګریفیتس باید د شکمنو طرحو د اجرا په وړاندې خپل بی پلویتوب وساتي
زمونږ خبریال راپور راکوي د یمن د انصار ا... غورځنګ ویندوی د هر ډول خبرو اترو پیلول په یمن د سعودی تیری ګر ایتلاف د تیری درولو او کلابندۍ ختمولو پورې تړلې وباله .
محمد عبدالسلام وویل د یمن د کړکیچ حل لاره په لومړې درجه کې د جنګ درول او کلابندۍ ختمول او له هغه وروسته د جدی سیاسی خبرو اترو په اجرا متمرکزه ده او یمن تل په دغو دو ټکیو ټینګار کړې دې .
د یمن په چارو کی د ملګرو ملتو د سرمنشی ځانګړی استازی مارتین ګریفیتس په یمن کی د اوربند د ټینګولو او د سولې د خبرو اترو د دوام لپاره د سیاسی خبرو اترو په پیلولو ټینګار وکړ .
عبدالسلام همداراز ویلی دي چی مارتین ګریفیتس باید د شکمنو طرحو د اجرا په وړاندې خپل بی پلویتوب وساتي .
عربستان د ۲۰۱۵ میلادی کال له مارچ میاشتې راهیسې د امریکا ، اماراتو او څو نورو هیوادونو په ملاتړ سره په یمن پوځي تیرې کړې او دغه هیواد یې د مځکې ، سمندر او هوا له لارې کلابند کړې دې .