په یمن کښې د عربستان خلاف ورزیانې دوام لري
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i88521-په_یمن_کښې_د_عربستان_خلاف_ورزیانې_دوام_لري
فارس خبري اژانس وايي د یمن یوه (۱) پوځي چارواکي وویل د سعودي عربستان تیریګرو عسکرو او د هغوې ګوډاګیانو په تیرو څلرویشتو (۲۴) ساعتونو کښې په الحدیده ولایت کښې یوسل پینځه پنځوس (۱۵۵) ځله د اوربند خلاف ورزیانې کړي دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 09, 2020 01:50 Asia/Kabul
  • په یمن کښې د عربستان خلاف ورزیانې دوام لري

فارس خبري اژانس وايي د یمن یوه (۱) پوځي چارواکي وویل د سعودي عربستان تیریګرو عسکرو او د هغوې ګوډاګیانو په تیرو څلرویشتو (۲۴) ساعتونو کښې په الحدیده ولایت کښې یوسل پینځه پنځوس (۱۵۵) ځله د اوربند خلاف ورزیانې کړي دي .

د یمن دغه پوځي چارواکي المسیره ټیلي ويژن ته وویل د سعودي عربستان تیریګرو عسکرو او د هغوې ګوډاګیانو د الحدیده ولایت په بیلابیلو سیمو باندې په لسګونو توغندي او دغه راز د هوان  او د توپونو ګولې ویشتلي دي .

د سعودي عربستان د پلاوي او دیمن د استازیو ترمینځ په سویډن کښې د موافقې وړ اوربند د ۲۰۱۸ میلادي کال د دسمبر میاشتې د شپږمې (۶) نیټې  له سهار څخه پیل شوی خو د سعودي عربستان ائتلاف هره ورځ د دغه اوربند خلاف ورزیانې کوي .

تراوسه د یمن د جنګ د ختمولو لپاره یوشمیر خوځښتونه ترسره شوي دي خو هر ځل د سعودي عربستان او د هغه د متحدانو په کارړنګونو سره بندون ته رسیدلي دي .

سعودي عربستان په ټوله دنیا  کښې د ترهګرو ډلو جوړونکي او ورسره مالي ملاتړ کونکی دیکتاتور رژیم دی .