امریکاپه عراق کی د حشد الشعبی په مورچو هوایی حمله وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i88611-امریکاپه_عراق_کی_د_حشد_الشعبی_په_مورچو_هوایی_حمله_وکړه
د امریکا پینټاګون د دغې حملې پړه برغاړه اخیستی ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 13, 2020 02:03 Asia/Kabul
  • امریکاپه عراق کی د حشد الشعبی په مورچو هوایی حمله وکړه

د امریکا پینټاګون د دغې حملې پړه برغاړه اخیستی ده .

د ایرنا له راپور سره سم عراقی سرچینو نن سهار په صلاح الدین ، بابل ، واسط ، بصرې  او کربلا ولایتونو کی د عراق د ولسی ځواک حشد الشعبی په مورچو د امریکا د جنګی الوتکو د حملې خبر ورکړ . دغو سرچینو ویلی دي چی د امریکا جنګی الوتکې په پراخه توګه د عراق به اسمان الوتونه کوي . تراوسه د دغې حملې د احتمالی تلفاتو او تاوانونو راپور ندې ترلاسه شوې .

د امریکا پینټاګون د دغې حملې پړه برغاړه اخیستی ده .

د امریکا دوه چارواکو مخکې له رویټرز خبري اژانس سره په خبرو کی ویلی وو  چی دغه حمله په صلاح الدین ولایت کې د التاجی په پوځی اډې د شورو په شپه د شکمنې توغندوی حملې په غبرګون کې شوی ده چی پکې څلور امریکایی او برتانوی عسکر مړه او ۲۶ نور ژوبل شوی وو .

خو د عراق ولسی ځواک حشد الشعبی په ډاګه اعلان کړې دې چی په نوموړی حمله کې یې هیڅ رول ندې درلودلې .

امریکا او صیهونیسټ رژیم تراوسه په ځلونو د عراق په بیلا بیلو سیمو او سوریه کې د حشد الشعبی په مورچو حملې کړي دي . امریکا او صیهونیسټ رژیم په سیمه کی له ترهه ګرو دلو سره په مقابله کې د عراق د حشد الشعبی له بریالیتوبونو وروسته په دغه سازمان خپل دباونه زیات کړي دي .