امریکاپه عراق کی د حشد الشعبی په مورچو هوایی حمله وکړه
د امریکا پینټاګون د دغې حملې پړه برغاړه اخیستی ده .
د ایرنا له راپور سره سم عراقی سرچینو نن سهار په صلاح الدین ، بابل ، واسط ، بصرې او کربلا ولایتونو کی د عراق د ولسی ځواک حشد الشعبی په مورچو د امریکا د جنګی الوتکو د حملې خبر ورکړ . دغو سرچینو ویلی دي چی د امریکا جنګی الوتکې په پراخه توګه د عراق به اسمان الوتونه کوي . تراوسه د دغې حملې د احتمالی تلفاتو او تاوانونو راپور ندې ترلاسه شوې .
د امریکا پینټاګون د دغې حملې پړه برغاړه اخیستی ده .
د امریکا دوه چارواکو مخکې له رویټرز خبري اژانس سره په خبرو کی ویلی وو چی دغه حمله په صلاح الدین ولایت کې د التاجی په پوځی اډې د شورو په شپه د شکمنې توغندوی حملې په غبرګون کې شوی ده چی پکې څلور امریکایی او برتانوی عسکر مړه او ۲۶ نور ژوبل شوی وو .
خو د عراق ولسی ځواک حشد الشعبی په ډاګه اعلان کړې دې چی په نوموړی حمله کې یې هیڅ رول ندې درلودلې .
امریکا او صیهونیسټ رژیم تراوسه په ځلونو د عراق په بیلا بیلو سیمو او سوریه کې د حشد الشعبی په مورچو حملې کړي دي . امریکا او صیهونیسټ رژیم په سیمه کی له ترهه ګرو دلو سره په مقابله کې د عراق د حشد الشعبی له بریالیتوبونو وروسته په دغه سازمان خپل دباونه زیات کړي دي .