د عراق حکومت ملګروملتو ته له امریکا شکایت کوي
د امریکا جنګي الوتکو پرن سهار وختي د عراق په صلاح الدین بصرې ، بابل او کربلا ولایتون کې ددغه هیواد دپوځ او الحشد الشعبي ولسی مبارز ځواک پر پوځي مرکزونو سخته بمباري کړي ده او حتی د کربلا نوی جوړیدونکی هوائي ډګر ئې هم په نښه کړی دی . په دغو تیریو کې یو شمیر پوځیان او امنیتی ماموران شهیدان او ټپیان شوي دي.
ایرنا خبری آژانس راپورورکړی ، د عراق خارجه وزارت دیوې اعلامیې په خپرولو سره دعراقي ځواک پر مرکزونو او مورچلو د امریکا پرونۍ هوائي حملې په سخته محکومې کړي او وئيلي ئې دي ،دامریکا په ضد ملګروملتو او امنیت شورا ته جدی شکایت کوي .
په دغې اعلامیې کې چې بیګا خپره شوي ، په دې خبرې په ټينګار سره چې د عراق دحکومتي مرکزونو باندې دامریکایانو بمباري ، یوغلیمانه حرکت او د عراق د ملی حاکمیّت جوته خلاف ورزي ده . دغه غلیمانه اقدام به له ترهه ګرۍ سره د مقابلې لپاره هلې ځلې له مینځه یوسي .
د امریکا جنګي الوتکو پرن سهار وختي د عراق په صلاح الدین بصرې ، بابل او کربلا ولایتون کې ددغه هیواد دپوځ او الحشد الشعبي ولسی مبارز ځواک پر پوځي مرکزونو سخته بمباري کړي ده او حتی د کربلا نوی جوړیدونکی هوائي ډګر ئې هم په نښه کړی دی . په دغو تیریو کې یو شمیر پوځیان او امنیتی ماموران شهیدان او ټپیان شوي دي.
دعراق ولسمشر برهم صالح دغه اقدام د خپل هیواددملی حاکمیّت خلاف ورزی بللي او دعراق خارجه وزارت د امریکا او انګلستان سفیران هم احضار کړي دي . همداراز دعراق د پارلیمان مشر محمد الحبوسي هم د امریکایانو په دغه تیریګر اقدام پسې د هیواد د سیاسی مشرانو د سملاسي غونډې جوړیدا غوښتنه کړې اوهمداراز د عراق سیاسی او مذهبي ګوندونو اوډلو ټپلو هم د خپل پوځ او الحشد الشعبي مبارز ولسی ځواک پر مرکزونود امریکا دغه کرغیړن اقدام په غبرګون کې دامریکایانو د جنایت په ضد د دغه هیواد حکومت او پارلیمان د جدي اقدام غوښتنه کړې ده .