د امریکا خارجه وزیر یوځل بیا عراق وګواښۀ
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i88688-د_امریکا_خارجه_وزیر_یوځل_بیا_عراق_وګواښۀ
مایک پمپئو پرون پخپل یوه ټولنیز پیغام کې د امریکا دترهه ګر پوځ د دیره کونکي او د داعش په ضد دتش په نامه نړیوال ائيتلاف د ځواک په مرکز ،یعني التاجي پوځي مرکز د وروستیۍ توغندوي حملې په اړه د عراق له موقتي لومړي وزیر عادل عبدالمهدي سره د ټيلیفونی تماس خبره کړې ده .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Mar 17, 2020 05:18 Asia/Kabul
  • د امریکا خارجه وزیر یوځل بیا عراق   وګواښۀ

مایک پمپئو پرون پخپل یوه ټولنیز پیغام کې د امریکا دترهه ګر پوځ د دیره کونکي او د داعش په ضد دتش په نامه نړیوال ائيتلاف د ځواک په مرکز ،یعني التاجي پوځي مرکز د وروستیۍ توغندوي حملې په اړه د عراق له موقتي لومړي وزیر عادل عبدالمهدي سره د ټيلیفونی تماس خبره کړې ده .

 ایرنا خبری آژانس راپورورکړ  د امریکا  خارجه وزیر  پخپل هیواد کې د امریکاله پوځي شتون سره د عراقیانو مخالفتونو ته له پامه پرته  ګواښ کړی ، واشنګټن به پخپلو پوځي اډو حملې ونه زغمي .

 مایک پمپئو  پرون پخپل یوه ټولنیز پیغام کې  د امریکا دترهه ګر پوځ د دیره کونکي او د داعش په ضد دتش په نامه نړیوال ائيتلاف د ځواک په مرکز ،یعني التاجي پوځي مرکز  د وروستیۍ توغندوي حملې په اړه د عراق  له موقتي لومړي وزیر عادل عبدالمهدي سره د ټيلیفونی  تماس خبره کړې ده .

 پمپئو لیکلي دي د امریکا ئي پوځيانو په  مرکزونو  حملې به ونه زغمي  او دعراق حکومت باید ددغو حملو له مسئولو ډلو باید توضیح وغواړي .

امریکا  په التاجي پوځي مرکز دتوغندوي حملې  تور په الحشد الشعبي مبارز ولسی ځواک لګولی  او  دعراق په څلورو سیمو کې ئې د دغه ولسی مبارز ځواک پر مرکزونو په حملو سره  یو شمیر ځواکونه مړه او ژوبل کړي دي . خو د الحشد الشعبي مبارز ځواک مسئولانو  ټينګار کړی ،  په التاجي پوځي مرکز په حملې کې  ئې هیڅ ډول رول نه د ی درلودلی . ځیني شناندي او کارپوهان په عراق کې د مقاومت د چورلیز د قوناندانانو د ترور  او د الحشد الشعبي مبارز ځواک  په مرکزونو دحملې لپاره د امریکا  د صحنې جوړونې داحتمال خبره کوي .