په عراق کښې القائم امريکائي اډه خالي کړې شوه
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i88708-په_عراق_کښې_القائم_امريکائي_اډه_خالي_کړې_شوه
د امريکې په مشرۍ تش په نامه نړيوال ائتلاف بېګا اعلان وکړ، له سوريې سره د عراق په پوله کښې القائم نومې فوځي اډه خالي کړې شوه او چارې يې د عراق امنيتي ځواکونو ته وسپارلې شوې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 18, 2020 02:05 Asia/Kabul
  • په عراق کښې القائم امريکائي اډه خالي کړې شوه

د امريکې په مشرۍ تش په نامه نړيوال ائتلاف بېګا اعلان وکړ، له سوريې سره د عراق په پوله کښې القائم نومې فوځي اډه خالي کړې شوه او چارې يې د عراق امنيتي ځواکونو ته وسپارلې شوې.

د فارس خبري آژانس د رپوټ له مخې امريکائي ائتلاف په يوې بيانيه کښې ادعا وکړه چې د داعش په خلاف جنګ کښې يې د خپلو کاميابيوپه وجه يې د عراق القائم فوځي اډې ته نور ضرورت نه لرۀ او له دغې اډې څخه يې ځواکونه او فوځي سازوسامانونه به په عراق کښې يوې بلې اډې ته منتقل کړي.

د يادونې ده چې د عراق او د مقاومت د محور په خلاف د امريکې د غليمانه اقداماتو له شروع کېدو په تېره بيا په ناځوانمردانه توګه د جنرل قاسم سليماني او ابومهدي المهندس له وژلې وروسته په دغه هېواد کښې د امريکې په خلاف احساسات زيات شوي دي.

او په دې لړ کښې د عراق پارلېمان هم د جنورۍ په پينځمه نېټه د عراق له خاورې څخه دامريکائي  ترهه ګرو ځواکونو د وېستلو طرحه تصويب کړه. خو په عراق کښې د امريکائي ترهه ګرو ځواکونو له شتون سره  د دغه هېواد د حکومت ، مختلفو سياسي ډلو او خلقو د مخالفت باوجود دغه ځواکونه د عراق له خاورې نه دي  وتلي.