دښمنان د مقاومت په جبهې د خلقود اعتماد ختمول غواړي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i88776-دښمنان_د_مقاومت_په_جبهې_د_خلقود_اعتماد_ختمول_غواړي
د لبنان د حزب الله مشر وويل، دښمنان کوشش کوي چې د مقاومت او خلقو ترمېنځ اعتماد چې د مقاومت د محور حقيقي ملاتړي دي متزلزل کړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 21, 2020 09:04 Asia/Kabul
  •  دښمنان د مقاومت په جبهې د خلقود اعتماد ختمول غواړي

د لبنان د حزب الله مشر وويل، دښمنان کوشش کوي چې د مقاومت او خلقو ترمېنځ اعتماد چې د مقاومت د محور حقيقي ملاتړي دي متزلزل کړي.

سيد حسن نصرالله بېګا د لبنان او سيمې د حالاتو په اړه وېنا وکړه.

هغه په سر کښې د امريکائي صهيوني جاسوس عامر الفاخوري د آزادېدو موضوع ته په اشارې سره وويل چې په دې باره کښې د حزب ا... دريځ د خلقو له دريځه اخېستل شوے دے او په دې باره کښې دروغو وېناوې او آوازې موجودې دي.

سيد حسن نصرالله په دوام کښې د فاخوري د نيولو په اړه د امريکې ګواښونو او مداخلتونو ته اشاره وکړه او وې ويل چې له تېرو شپږو مياشتو راهسې چې دغه اېجنټ ونيول شو، امريکې په ګواښونو لاس پورې کړ او د لبنان په حکومت يې دباونه شروع کړل چې هغه آزاد شي.

د حزب الله مشر وويل، امريکنيانو نېغ په نېغ توګه د لبنان ځينې سياسي او حکومتي شخصيتونه سخت وګواښل چې د فاخوري د نه بري کېدو او ازادۍ په صورت کښې به په هغوي بنديزونه ولګوي.

نصرالله په دې قضيه کښې د امريکې دباونو ته غاړه اېښودل يو خطرناک بدلون وبلۀ چې په راتلونکو وختونو کښې به د امريکې د لا زياتو مداخلتونو لپاره زمينه برابره کړي.

د يادونې ده چې الفاخوري لبناني – امريکائي شهريت لري د تېر ميلادي کال په ستمبر کښې له امريکې نه د ستنېدو په وخت په لبنان کښې ونيول شو. هغه په لبنان د قبضې په وخت د دغه هېواد په جنوب کښې د الخيام بندي خانې فوځي قوماندان ؤ او له صهيونېسټ رژيم سره يې ملګرتيا کوله.

د لبنان فوځي محکمې د روان مارچ په ۱۶ نېټه د امريکې په دباو سره صوري دفاعيه چې د عامر الفاخوري وکيلانو د لګېدلو تورونو د زوړوالي په بهانه خپل موکل ته ورکړه،ومنله او الفاخوري چې د الخيام بند د قصاب او د صهيونېسټ رژيم جاسوس لقبونه بې لرل د آزادېدو حکم صادر کړ.

د لبنان خلقو هم د امريکې د دغه اقدام په ردعمل کښې د فوځي محکمې په وړاندې احتجاجي  غونډه جوړه کړه او ځينو احتجاج کونکو د ټېرونو په سوزولو سره ځينې اصلي لارې وتړلې.