صهیونیسټ رژیم له اتیا کلونو زیات عمر نه کوي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i89168-صهیونیسټ_رژیم_له_اتیا_کلونو_زیات_عمر_نه_کوي
ایرنا خبري اژانس وايي د لبنان د اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله مشر حسن نصر الله بیګا د نړۍ د شیعه مسلمانانو د دولسم (۱۲) امام حضرت مهدي علیه السلام د نیکمرغه زوکړې د کلیزې په مناسبت په یوې (۱) وینا کښې د حضرت مهدي علیه السلام له ظهور او څرګندیدا د صهیونیسټانو ویرې او اندیښنې ته په اشارې سره وویل همدا اوس په نیواکي فلسطین کښې داسې غاصب رژیم شته چې د خپل سیاسي موجودیت په ساتلو اندیښمن دی او دغه ویره لري چې له اتیا(۸۰) کلونو زیات عمر نه کوي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 08, 2020 00:27 Asia/Kabul
  • صهیونیسټ رژیم له اتیا کلونو زیات عمر نه کوي

ایرنا خبري اژانس وايي د لبنان د اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله مشر حسن نصر الله بیګا د نړۍ د شیعه مسلمانانو د دولسم (۱۲) امام حضرت مهدي علیه السلام د نیکمرغه زوکړې د کلیزې په مناسبت په یوې (۱) وینا کښې د حضرت مهدي علیه السلام له ظهور او څرګندیدا د صهیونیسټانو ویرې او اندیښنې ته په اشارې سره وویل همدا اوس په نیواکي فلسطین کښې داسې غاصب رژیم شته چې د خپل سیاسي موجودیت په ساتلو اندیښمن دی او دغه ویره لري چې له اتیا(۸۰) کلونو زیات عمر نه کوي .

حسن نصر الله د حضرت امام مهدي علیه السلام د نیکمرغه زوکړې د کلیزې په مناسبت د مبارکې د ویلو په ترڅ کښې د هغه حضرت زوکړه د الهي ژمني د تحقق لپاره د اپوټه شمیرنو پیلیدا ته ورته وبلله او زیاته یې کړه حضرت مهدي علیه السلام به په خپل ظهور سره دنیا له عدل ، سولې او مینې ډکه کړي .