امریکایان دې په عراق کې د مقاومت د ځواک صبرنه امتحانوي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i89228-امریکایان_دې_په_عراق_کې_د_مقاومت_د_ځواک_صبرنه_امتحانوي
امریکایانو په همداروستیو کې په عراق کې د خپلو پوځي مرکزونو خالی کول او دپوځي تجهیزاتو ځاي په ځاي کول پیل کړي او دمقاومت ځواکونه ئې په حملو ګواښلي دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 10, 2020 09:18 Asia/Kabul
  • امریکایان دې په عراق کې د مقاومت د ځواک صبرنه امتحانوي

امریکایانو په همداروستیو کې په عراق کې د خپلو پوځي مرکزونو خالی کول او دپوځي تجهیزاتو ځاي په ځاي کول پیل کړي او دمقاومت ځواکونه ئې په حملو ګواښلي دي .

العالم ټيلیویژني چینل راپور ورکړی ،  د عراق د حزب ا... غورځنګ د یونټونو ویندوي محمد محیی بیګا  په یولړ څرګندونو کې له عراقه د امریکائي ترهه ګرو پوځيانو د زرترزره وتلو په ضرورت په ټينګار سره  وئيلي دي ،ا مریکا دې  دعراق د ولس غوښتنې ته داحترام په سترګه و ګوري او  خپل عسکر دې له دغه  هیواده وباسي ، او نور دې د  مقاومتي ځواک صبر نه آزمويي .

 محیی  ددې خبرې په کولو سره چې  د عراق حزب ا.. غورځنګ  له دې مخکې د عراق په پوځيانو اوالحشد الشعبي  ولسی مبارز ځواک د  حملې لپاره د امریکائي سناریو ګانو او نقشو یوه برخه نندارې ته وړاندې کړې وه ، ووئيل ، د حزب ا...  او دمقاومت د نورو ډلو مبارزان ، دپوځي او روغتیائي چارو په شمول د امریکا له هر ډول ګواښ سره مقابلې ته تیار دي .

 امریکایانو په همداروستیو کې  په عراق کې د خپلو پوځي  مرکزونو خالی کول او دپوځي تجهیزاتو ځاي په ځاي کول پیل کړي او دمقاومت ځواکونه ئې په حملو ګواښلي دي .