د کیمیائی وسلوپه راپورکې د سورئې واقعیتونه تحریف شوي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i89236-د_کیمیائی_وسلوپه_راپورکې_د_سورئې_واقعیتونه_تحریف_شوي
د کیمیائي وسلو د بندیز موسیسې د چارشنبې په ورځې په یوه راپور کې ادعا کړې د سورئې دپوځ جنګي الوتکو او چورلکو د ۲۰۱۷ کال په مارچ میاشت کې دسورئې په لویدیځ کې په اللطامنه سیمې دکلورینو په زهرو ککړ و بمونو سره بمباري کړې ده .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Apr 11, 2020 00:20 Asia/Kabul
  • د کیمیائی وسلوپه راپورکې د سورئې واقعیتونه تحریف شوي

د کیمیائي وسلو د بندیز موسیسې د چارشنبې په ورځې په یوه راپور کې ادعا کړې د سورئې دپوځ جنګي الوتکو او چورلکو د ۲۰۱۷ کال په مارچ میاشت کې دسورئې په لویدیځ کې په اللطامنه سیمې دکلورینو په زهرو ککړ و بمونو سره بمباري کړې ده .

دسورئې سانا رسمي خبري آژانس په راپو رکې  وئيل شوي دي ، د روسیې د خارجه وزارت ویندوئې میرمن ماریا زاخارووا  پرون مازدیګر په یولړ څرګندونو کې  د سورئې د بدلونونو په باب  د کیمیائي وسلو د بندیز د موسیسې راپور، ددغه هیواد د واقعیَتونو تحریف  بللی دی .

میرمن زاخارووا  وئيلي دي ،  دسورئې په ضد د دغې موسیسې راپور  ګمراه کونکی او د  سورئې  د حکومت د تورنولو  او د واقعیَتونو  د تحریفولو په موخې سره  له مخکې جوړ شوی پلان دی  او د استناد ئې هم د  سپينو خولیو  د ترهه ګرې ډلې  اطلاعاتو په اساس دی .

 هغې همداراز یاته کړې  ددغه راپور برابرونکو  د حقیقت پالو څيړنو په باب دکیمیائي وسلو د بندیز  دموسیسې  د اصولو او مقرراتو خلاف ورزي کړې ده .

 د روسیې دخارجه وزارت ویندوئې ټينګار کړی ، ددغې موسیسې  داصولو په خلاف ، د دوي کارپيژاندي له واقعیتونو دخبریدو  لپاره  دپيښې ځاي ته  نه دي تللي  او د سورئې د حکومت د مخالفې او د لویدیځ  له خوا  ملاتړ کونکي یوې ډ لې  د اطلاعاتو  او وارمخکې قضاؤت په اساس ئې  خپل راپور برابر کړی دی  .