په يمن کښې سرګردانه سعودي
د يمن بدلونونه دا ښودنه کوي چې آل سعود د دغو بدلونونو په وړاندې له سرګردانۍ سره مخامخ شوے دے.
په يمن کښې د آل سعود د سرګردانۍ په اړه ګڼ شمېر نښې نښانې موجودې دي. دغه سرګرداني له يوې خوا په انصارا... او د هغه په انډيوالانو مشتمل د ملي نجارت د حکومت په وړاندې او له بلې خوا د يمن په جنوب کښې د داخلي ائتلافي بدلونونو په وړاندې او له ټولو مهمه د يمن د يرغليز تګلارې په وړاندې ليدل کيږي.
شواهد د دې بيانونکي دي چې سعودي دې نتيجې ته رسېدلے دے د يمن د فوځي او ولسي ځواکونو يرغليز او دفاعي قوت تر دې حده زيات شوے دے چې سعودي ته د درنو ګوزارونو ورکولو توان لري.
سعودي ته د پرله پسې فوځي ګوزارونو ورکولو لکه هغه چې د تېر ۲۰۱۹ کال په اوړي کښې په بقيق او خريص کښې يې سعودي ته ورکړې شول او د سعودي د تېلو پنځوس فيصده توليد د بنديدو سبب شول د رياض سياسي او فوځي حيثيت تر پوښتنې لاندې راوستۀ.
نو ځکه آل سعود له يوې خوا د يمن له جبې نه د وتلو په فکر کښې دے او د ملګرو ملتو د مشر له وړانديزي ډزبندۍ سره موافقت کوي او له بلې خوا بې له څه لاسته راوړنې له يمنه وتل د ځان لپاره ماتې بولي او د ډزبندۍ د منلو له ادعا سره په يو وخت په يمن باندې خپلو حمولو ته دوام ورکوي.
په همدې لړ کښې په پائتخت صنعا کښې د يمن د ملي نجات د حکومت د مذاکراتي ټيم مشر محمد عبدالسلام په يو ټوئيټ کښې وليکل، يو اړخيزه ډزبندي نه يوازې اصلاً رامنځته شوې نه ده، بلکه تيريګرو خپلې هوائي حملې او يرغلونه لا زيات کړي دي.
د ائتلاف دننه بدلونونه په داسې ډول دي چې د آل سعود سرګرداني انځوروي. د يمن په جنوب کښې د رياض او ابوظبۍ ترمېنځ اختلافات د ۲۰۱۹ کال له اوړي څخه او د خپلو فوځيانو د وتلو په اړه د اماراتو له اعلانه وروسته شروع شول. سعودي کوشش وکړ چې د ۲۰۱۹ کال د نومبر په موافقې سره رياض يو ډول دغه اختلافات کنټرول کړي او کم يې کړي، خو نه يوازېد اختلافاتو د کمېدو څخه نښه نه ليدل کيږي بلکه يو ځل بيا اختلافاات لا زيات شوي او له اماراتو سره وابسته د جنوب انتقالي شورا په جنوب کښې د خپل قوت د زياتولو په حال کښې ده.
په همدې لړ کښې يمني سرچينو تېره ورځ په سقطري جزيره کښې د جنوب د انتقالي شورا له ملېشې سره د منصور هادي په مستعفي حکومت پورې پېېلي يو پوره بريګېډ ځواکونو د يوځاےکېدو خبر ورکړ.
دغه تحرکات له هر څه زيات د يمن په جنوب کښې د بېلتون غوښتونکو د قوت پېدا کولو او له اماراتو ره د سعودي د تربګنۍ د زياتېدو ښودنه کوي.
د يمن په خلاف د سعودي په يرغليزه تګلاره کښې هم د پيوستون څخه نښه نه ليدل کيږي.
د يمن په خلاف جنګ له 2015 نه تر 2019 کاله پورې موده کښې د سعودي د بودجې د کمښت او د فوځي لګښتونو يو سل دېرش فيصده زياتېدو يوه مهمه وجهده. آل سعود دې مطلب اخېستنې ته رسېدلے دے چې د بودجې د کمښت د زياتېدو د بهير له دوام څخه د مخنيوي لپاره پکار دے خپل فوځي او جنګ غوښتونکي لګښتونه منظم او کنټرل کړي، خو له يوې خوا د وليعهد محمد بن سلمان مقام غوښتنه او له بلې خوا هيڅ يو هدف ته په رسېدو کښې نه کاميابي د دې سبب شول چې رياض د جنګ د ختمولو او يا دوام ورکولو ترمېنځ له سختې سرګردانۍ سره مخامخ شي.
وروستے ټکے دا چې آل سعود په هره اندازه د يمن په خلاف جنګ کښې په سردګرانۍ کښې ګېر دے د يمن فوځي او ولسي ځواکونه هومره د خپل دفاعي او مخنيونکي قوت په مضبوطولو کښې هوډمن او يو موټے دي.
-------