یمن له سختو روغتیايی مشکلاتو سره مخ دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i89405-یمن_له_سختو_روغتیايی_مشکلاتو_سره_مخ_دی
زمونږ خبریال وايي د ملګروملتونو د روغتیا نړیوالې ادارې ډبلیو ایچ او بیګا وویل په یمن کښې له کورونا وایروس سره د مقابلې لپاره له هڅو سره سره دغه هیواد د روغتیا له سختو شرایطو سره مخ دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 18, 2020 01:22 Asia/Kabul
  • یمن له سختو روغتیايی مشکلاتو سره مخ دی

زمونږ خبریال وايي د ملګروملتونو د روغتیا نړیوالې ادارې ډبلیو ایچ او بیګا وویل په یمن کښې له کورونا وایروس سره د مقابلې لپاره له هڅو سره سره دغه هیواد د روغتیا له سختو شرایطو سره مخ دی .

د یمن په چارو کښې د ملګروملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي مارټین ګریفیتس پرون په دغه هیواد کښې د کورونا وایروس د خپریدا په هکله خبرداری ورکړ او ویې ویل د کورونا پرضد جنګ د یمن د امکاناتو او د وسونو د وروستیدا سبب کیږي .

په دنیا کښې د کورونا وایروس په خپریدا سره د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوتریش وړاندیز وکړ چې په نړۍ کښې دې ټول جنګونه او نښتې بندې شي او  د دنیا یو (۱)ترټولو  مهم جنګ د یمن پرضد د سعودي عربستان د ائتلاف جنګ دی کوم چې  په نړۍ کښې د ترټولو سترې انساني غمیزې د رامینځته کیدا سبب شوی دی په دې ډول چې د یمن له څلرویشتو (۲۴) میلیونو خلکو څخه دوه ویشت (۲۲) میلیونه کسان بشر دوستانه مرستو ته ضرورت لري .