د حزب الله مشر د صبر نتیجه بریالیتوب وباله
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i89741-د_حزب_الله_مشر_د_صبر_نتیجه_بریالیتوب_وباله
زمونږ خبریال وايي د لبنان حزب الله غورځنګ مشر حسن نصر الله بیګا د روژې د مبارکې میاشتې په مناسبت یوې (۱) وینا کښې دغه له برکت ډکه میاشت د روایتونو پراساس د صبر او د زغم میاشت وبلله او ویې ویل د صبر په هکله خبره په حقیقت کښې د معنوي او د روحي حالت په اړه وینا کول دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 02, 2020 00:29 Asia/Kabul
  • د حزب الله مشر د صبر نتیجه بریالیتوب وباله

زمونږ خبریال وايي د لبنان حزب الله غورځنګ مشر حسن نصر الله بیګا د روژې د مبارکې میاشتې په مناسبت یوې (۱) وینا کښې دغه له برکت ډکه میاشت د روایتونو پراساس د صبر او د زغم میاشت وبلله او ویې ویل د صبر په هکله خبره په حقیقت کښې د معنوي او د روحي حالت په اړه وینا کول دي .

حسن نصر الله په دې خبرې ټینګار سره چې صبر له خدای پاک ج سره ترټولو نږدې فضلیت دی وویل خدای پاک ج صابران خوښوي .

د لبنان د حزب الله مشر حسن نصر الله وویل  په ټول ژوند کښې باید صبر جاري وي او انسان د معصیت ، مصیبت ، ناروغۍ ، جنګ  او له تیریګرو سره په مقابلې او په شخصي ژوند کښې صبر کونکي ووسي .

هغه دغه راز د کارګر د نړیوالې ورځې په مناسبت مبارکۍ سره وویل د سیاسي مسائیلو په هکله به په راتلونکي دوشنبې ورځ وینا وکړم .