د اسرائیلو موجودیت له نیواکګرۍ او توکمپالې سره تړلی دی
زمونږ خبریال وايي د ایران د بهرنیو چارو وزارت قدس ته د امریکا د سفارت د انتقالولو د دوهمې (۲) کلیزې په مناسبت د دغه هیواد د بهرنیو چارو د وزیر مایک پمپئو څرګندونو ته په غبرګون کښې ټینګار وکړ امریکا داسې اپارتائیډ رژیم ته ژمنه ده چې موجودیت یې له نیواکګرۍ او توکمپالې سره اړونده دی .
د امریکا د باندنیو چارو وزیر مایک پمپئو په تیرې چهارشنبې ورځ قدس ته د خپل هیواد د سفارت د انتقال د دوهمې (۲)کلیزې په مناسبت د صهیونیسټ رژیم له څو چارواکو سره له کتنې وروسته وویل امریکا هیڅکله د نن ورځې په اندازه د اسرائیلو ملاتړ ته ژمنه نه وه .
امریکا د ۲۰۱۸ میلادي کال د مي په څوارلسمه(۱۴) نیټه د ملګروملتونو موسسې او د بشري حقوقو د ادعا کونکو موسسو د نالایقتوب په سیوري کښې خپل سفارت له تل ابیب څخه قدس ته انتقال کړ چې د ډیرو هیوادونو نیوکه یې هم په ځان پسې لرله .