عراق د عربستان د مجرم پیژندلو مسوده برابره کړي ده
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i90193-عراق_د_عربستان_د_مجرم_پیژندلو_مسوده_برابره_کړي_ده
فارس خبري اژانس وايي د عراق د پارلمان غړي فالح الخز علي د دغه هیواد د ملت پرضد د سعودي عربستان د ترهګرو اقداماتو په دلیل د ریاض د مجرم پیژندلو د مسودې د چمتو کیدا خبر ورکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 20, 2020 00:23 Asia/Kabul
  • عراق د عربستان د مجرم پیژندلو مسوده برابره کړي ده

فارس خبري اژانس وايي د عراق د پارلمان غړي فالح الخز علي د دغه هیواد د ملت پرضد د سعودي عربستان د ترهګرو اقداماتو په دلیل د ریاض د مجرم پیژندلو د مسودې د چمتو کیدا خبر ورکړ .

هغه پرون وویل تراوسه د سعودي عربستان څه د پاسه پینځه زرو (۵۰۰۰) ښاریزو د ترهګرو بریدونو په ترسره کولو سره د عراق د ملت پرضد اقدامات کړي دي نو ځکه خو د عراق په پارلمان کښې د سعودي عربستان رژيم د مجرم د پیژندلو لپاره مسوده چمتو شوي ده .

د عراق د پارلمان غړي فالح الخزعلي زیاته کړه د پارلمان د کار له سره پیلیدا سره به د اساسي قانون له اختیاراتو سره سم د دغه مسودې په هکله ضروري پړاونه کچ شي .

له تیرو څو کلونو راهسې د سعودي عربستان په لسګونو زره ښاریز په عراق ، سوریې ،یمن ، لییبا او نورو ډيرو هیوادونو کښې په تکفیري ترهګرو ډلو کښې په فعال ډول شتون لري او د داعش ډلې اکثره ځان وژونکي غړي د سعودي عربستان ښاریز دي .

داعش او نورې ترهګرې ډلې امریکا، سعودي عربستان، بریطانیه ، فرانسې ، ترکیې ، متحده عربي اماراتو، بحرین ، اردن او اسرائیلو وغیره خپلو هدفونو ته د رسیدا لپاره جوړې کړي دي .