د اسرائیلو توکمپال رژیم به زر له مینځه ولاړ شي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i90350-د_اسرائیلو_توکمپال_رژیم_به_زر_له_مینځه_ولاړ_شي
تسنیم خبري اژانس وايي د لبنان د اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله مشر حسن نصر الله بیګا د صهیونیسټ رژیم له نیواک څخه د لبنان د جنوب د ازادیدا د شلمې (۲۰) کلیزې په مناسبت یوې (۱) وینا کښې وویل په سیمه کښې موجوده بدلونونه د اسرائیلو په ګټه نه دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 26, 2020 23:59 Asia/Kabul
  • د اسرائیلو توکمپال رژیم به زر له مینځه ولاړ شي

تسنیم خبري اژانس وايي د لبنان د اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله مشر حسن نصر الله بیګا د صهیونیسټ رژیم له نیواک څخه د لبنان د جنوب د ازادیدا د شلمې (۲۰) کلیزې په مناسبت یوې (۱) وینا کښې وویل په سیمه کښې موجوده بدلونونه د اسرائیلو په ګټه نه دي .

هغه د لبنان له «النور» راډیو سره په مرکه کښې په سیمه کښې د اسرائیلو ماتیو ته اشاره وکړه او ویې ویل د اسرائیلو توکمپال رژیم به له مینځه ولاړ شي .

حسن نصر الله دغه راز په دې خبرې ټینګار سره چې د مقاومت چورلیز د پوځي برخې په شمول په ټولو زمینو کښې د پرمختګ په حال کښې دی ټینګار وکړ ټولې نیواکي سیمې د مقاومت د توغندیو په شیشت کښې دي .

د لبنان د حزب الله مشر حسن نصر الله په سوریې کښې په ترهګرو باندې د مقاومت د چورلیز او د سوریې د ملت او د حکومت وروستیو بریالیتوبونو ته اشاره وکړه او  ویې ویل اسرائیل ډیر هیله من و چې د سوریې حکومت نسکور شي خو په دغه هیواد کښې یې سخته ماتي وخوړله .

هغه په سیمه کښې د امریکا شتون ته اشاره وکړه او ویې ویل په سیمه کښې د امریکا نیغ په نیغه شتون د واشنګټن د متحدانو د کمزورتیا او د مقاومت د چورلیز د قدرت بیانونکی دی .