د یمن کړکیچ د نړۍ ترټولو بد انساني بحران دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i90353-د_یمن_کړکیچ_د_نړۍ_ترټولو_بد_انساني_بحران_دی
ایرنا خبري اژانس وايي د ملګروملتونو د بشري حقوقو د لوړې کمشنرۍ ویاندې الیزابت ټروسل (ElizabethTRUSSELL) پرون په دې خبرې ټینګار سره چې د یمن کړکیچ په نړۍ کښې ترټولو بد انساني کړکیچ دی د یمن له خلکو سره د مرستې لپاره یې د نړیوال ملاتړ غوښتنه وکړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 27, 2020 00:48 Asia/Kabul
  • د یمن کړکیچ د نړۍ ترټولو بد انساني بحران دی

ایرنا خبري اژانس وايي د ملګروملتونو د بشري حقوقو د لوړې کمشنرۍ ویاندې الیزابت ټروسل (ElizabethTRUSSELL) پرون په دې خبرې ټینګار سره چې د یمن کړکیچ په نړۍ کښې ترټولو بد انساني کړکیچ دی د یمن له خلکو سره د مرستې لپاره یې د نړیوال ملاتړ غوښتنه وکړه .

هغې د یمن د خلکو حالت بوږنونکی وباله او ویې ویل د مالي مرستو کمښت په یمن کښې بشر دوستانه پروګرام له ګواښ سره مخ کوي .

د ملګروملتونو دغه چارواکي په دوام کښې خبرداری ورکړ د مالي مرستې او د بودجه نشتون په یمن کښې د بشر دوستانه پروګرامونو د بندیدا سبب کیدلای شي  .

د ملګروملتونو د خواړو نړیوال پروګرام ډبلیوایف پي هم څه موده مخکې په یوه (۱) راپور کښې په یمن کښې انساني حالت ډیر بوږنونکی وباله او په دغه جنګ ځپلي هیواد کښې د اتلس (۱۸) میلیونه خلکو د خوراکي امنیت د نه لرلو په هکله یې خبرداری ورکړ .

سعودي عربستان د امریکا د متحده عربي اماراتو ، اردن ، انګلستان او د اسرائیلو وغیره په ملاتړ سره له ۲۰۱۵ میلادي کال راهسې د یمن پرضد بمباریو ، حملو او له ځمکې ، هوا او سمندر څخه کلابندیو ته دوام ورکړی .

د یمن پرضد د سعودي عربستان په تیریو کښې تراوسه څه دپاسه شپاړس زره (۱۶۰۰۰)کسان وژل شوي او په میلیونونو نور کډوال شوي هم دي .

د سعودي عربستان پوځي تیریو د یمن بې وزله هیواد د خوراکي موادو او د درملو له سخت کمښت سره مخ کړی هم دی .