امریکا په لبنان کې د حزب الله پر متحدانو بندیزونه لګوي
په لویدیځه اسیا کې د امریکا د خارجه وزارت مرستیال ټینګار کړی چي په لبنان کې د حزب الله پر ډلي او د هغه پر ملګرو دي ډباوونه زیات کړای شي.
په لویدیځه اسیا کې د امریکا د خارجه وزارت مرستیال ډیوید شنکر تېره ورځ وویل چي واشنګټن په لبنان کې د حزب الله پر ملګرو د بندیزونو د لګولو لاري چاري څېړي.
هغه زیاته کړه: هیله لرو چي د حزب الله پر متحدانو باندې یاد شوي بندیزونه په نږدې راتلونکې کې ولګول شي.
د امریکا د مالیې وزارت تر اوسه په ځلونو په لبنان کې د حزب الله پوري اړوندو سازمانونو او اشخاصو باندې بندیزونه لګولي دي.
په سیمه کې د ترهګرو سره په مبارزه کې د حزب الله د ډلي د بریالیتوبونو وروسته د امریکا او د اسرائیل نیواک ګر رژیم فشارونه پر حزب الله باندې زیاتي شوي دي.
په لبنان کې د حزب الله د محبوبیت د راکمولو په موخه واشنګټن د حزب الله سره د اړیکو په پلمه پر ځینو بانکونو او مخکښو شخصیتونو باندې بندیزونه لګولي دي.
په لبنان کې د حزب الله ډله د مقاومت د محور د یو اصلي غړي په توګه په سیمه کې د امریکا او صهیونیستي رژیم د دسیسو په شنډولو کې اساسي رول لوبوي.
د خبر پای/.