امریکایانو په سوریه کې د تېلو په غلا اعتراف وکړ
د امریکا د ترهګرو ځواکونو قومندانی سنټکام اعتراف وکړ چي امریکایي ځواکونو د سوریې د تېلو د راکښلو په خاطر په دې هیواد کې ځای پر ځای شوي دی.
د میلیټري ټایمز په حواله کنټ اف مکنزی په سوریه کې داعش او تېل په دې هیواد کې د امریکایي ځواکونو د پاته کېدو لامل وباله او زیاته یې کړه: د سوریې څخه د امریکایي ځواکونو وتل به یوه سیاسي فیصله وي.
هغه ادعا وکړه چي امریکایي ځواکونه اوس د (ترهګر) ډیموراکټیک د ځواکونو سره د مرستي او د داعش سره د مقابلې په موخه سوریه تللې دي، امریکایي ځواکونه به د سوریې د تېلو څخه کار واخلي او ورسره به د ډیموکراټیکو ځواکونو ملاتړ وکړي.
دا په داسی حال کې دی چي د سوریې حکومت تل ټینګار کړی چي د امریکایي ځواکونو شتون په سوریه کې غیرقانوني او موخه یي د د دې هیواد د منابعو لوټول دی.
د خبر پای/.