ملګري ملتونه او د امریکا اوعربستان د زر او زور غلامي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i90847-ملګري_ملتونه_او_د_امریکا_اوعربستان_د_زر_او_زور_غلامي
د یمن په جنګ کې د ملګروملتو دوه ګونی کړچار او دعربستان په آرامکو تیلی تاسیساتو دحملې موضوع ښئ،د نړیوال امنیت او سولې د تضمینونکي په توګه دغه نړیوال ا ورګان ، له خپلې اصلي دندې اورسالته لیرې شوی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 18, 2020 11:30 Asia/Kabul
  • ملګري ملتونه او د امریکا اوعربستان  د زر او زور غلامي

د یمن په جنګ کې د ملګروملتو دوه ګونی کړچار او دعربستان په آرامکو تیلی تاسیساتو دحملې موضوع ښئ،د نړیوال امنیت او سولې د تضمینونکي په توګه دغه نړیوال ا ورګان ، له خپلې اصلي دندې اورسالته لیرې شوی دی .

په ۲۰۱۹کال کې په آرامکو تیلی تاسیساتو  په حملې کې  د کارول شوو وسلو د ایرانۍ سرچینې  ادعا او په یوه  وخت د ملګروملتو  د  ماشومانو دحقوقو د خلاف ورزي کونکو له لیسټه  د سعودي ائيتلاف  دنامې ویستل ،ددغې موسیسې  له رسالت سره  سمون نه خوري  اوښئ ، ملګري ملتونه د عربستان او امریکا دسیاسی دباؤنو اسیر شوي دي .  

د عربستان او امریکا په زر او زور سره  د ملګروملتو  اغیزمنیدا، دغه نړیوال  اورګان  دې اړ کړی ، سیاسی کړچار غوره کړي .په همدې چوکاټ کې ، د ملګروملتو  سکرټریټ ،د سعودي عربستان په آرامکو تیلی تاسیساتو  په حملې کې  د کارول شوو وسلو د ایرانۍ سرچینې  په باب د ایران په ضد  دبې اساسه  تورونو  له مطرح کیدا څو ورځې وروسته ، په یمن کې د سعودي ائيتلاف  د هرې ورځې په اقداماتو سترګې پټوي .

د ماشومانو دحقوقو دخلاف ورزي کونکو له لیسټه د سعودي ائيتلاف د نامې په ویستلو کې د ملګروملتو دسرمنشي آنتو نیو ګوتریش  د دوشنبې ورځې اقدام،  په داسې شرائطو کې غوره کیږي ، چې دغه موسیسې د سعودي ائيتلاف  په وسیله دیمن د ماشومانو پر وژلې  اعتراف کړی دی .

Image Caption

 

 ملګروملتو د ۲۰۱۷کال په اکتوبر میاشت کې په یمن کې د کابو اوه سوه ماشومانو د مرګ ژوبلو او د لسګونو ښونځیو اوروغتونونو باندې د یرغلونوپه سبب دسعودي ائيتلاف نامه په تورلیسټ کې شامله کړه،خو  اوس ئې یو ځل بیا د سعودي عربستان په  ګواښ سره،له دغه لیسټه ددغه ائيتلاف  نامه ویستلې ده .

 په همډې زمینې کې  د اسلامی ایران د خارجه وزارت ویندوي عباس موسوي  د چارشنبې په ورځې په یوه ټولنیز پیغام کې لیکلی دي،سعودي عربستان  په پیسو  او  امریکا هم  په بدماشیو سره  په نړیوالو قوانینو او اصولو ملنډې او مسخرې وهلي دي .

Image Caption

 

له ۲۰۱۵کال څخه د یمن  د جنګ دوام ، دیمن والو په تیره بیا د ماشومانو او ښځو د هرې ورخې قتل عام ، دیمن  دحیاتي بیخ بینائيو یا هماغه روغتیائي  او درملیزو مرکزونو اوروغتونونو په کنډوالو بدلول  او له ټولو لاه مهمه ، د سعودي ائيتلاف  له خوا د دغه بې وځله هیواد بشپړ کلابندۍ  دوام، د ملګروملتو پشمول  د نړیوالو اورګانونو  په منفعلانه  سیاست سره معنادار شک رامینځةکونکی ارتباط لري .

په همدې چوکاټ کې ، دیمن دملی نجات حکومت  ویندوي ضیف ا.. الشامي  د  تیرې سه شنبې په ورځې  وئيلي دي په یمن کې د ماشومانو د حقوقو د خلاف ورزي کونکو له لیسټه دسعودي ائيتلاف د نامې د حذفولو لپاره د ملګروملتو فیصله،د نړیوالو اورګانونو او د هغوي د  اصولو اعتبار تر پوښتنې لاندې ورولي ..

 د یمن د ماشومانو د حقوقو د خلاف ورزي کونکو له تور لیسټه  د سعودي ائتلاف  د نامې ویستل ، د ماشومانو پشمول د  یمن د  بې څوکه خلو  د  هرې ورځې وژلو او په هستوګنو  سیمو د حملو د دوام لپاره  دغه ائيتلاف ته دشنې اشارې  د ښودلو په معنا دي .

د ملګرومتلو همدغه دوه ګوڼه معیار  او کړچار  کافی دی،څو دنړۍ د عمومي افکارو لپاره مشخصه شي،ولې د یمن جنګ  له پنځو کلونو  وروسته بیا هم د وام  لري ؟ ددغه نړیوال اورګان د سیاسی کړچار په سیوري کې د یمن د جنګ د پاي لپاره  د یوه روښانه افق هیڅ تصوّر نه شو کولی  او په دغه شان شرائطو کې  ملګري ملتونه  دیمن دماشومانو د حقوقودخلاف ورزیو او په یمن کې  د سعودي ائتلاف د نورو اقداماتو  په وړاندې  ملګري ملتونه  مسئول دي .

Image Caption
Image Caption
Image Caption

 

Image Caption