د فلسطین فتح غورځنګ خلک مظاهرو ته وروبلل
Jun 19, 2020 09:40 Asia/Kabul
سما خبري اژانس وايي د فلسطین فتح غورځنګ د هیواد له خلکو وغوښتل د اردن سین د لویدیځې غاړې د نیواک له پلان سره د مخالفت لپاره د غوسې د ورځې مظاهرې ترسره کړي .
د فلسطین د فتح غورځنګ ویاند اسامه القواسمي خلکو ته په بلنې سره د صهیونیسټ رژیم له نیواکګریو او جنایتونو سره د مقابلې د نوي پړاو پر ضرورت تینګار وکړ .
د فلسطین د فتح غورځنګ د بلنې په یوې (۱) برخې کښې ویل شوي دي ای د فلسطین ستره ملت پاڅئ او د خپل وطن له خاورې سره د مرستې لپاره د اسرائیلو د مجرمانه سیاستونو د غندلو لپاره د غوسې د ورځې په مظاهرو کښې له مونږ سره یوځاې ګډون وکړئ چې د ټولې دنیا د خلکو په وړاندې په لوړ غږ سره ووایو د اردسین د لویدیځ غاړې یوځاې کول نه منو ، شرمونکي معامله نه منو او د فلسطین د پلازمینې په توګه قدس منو .
ټیګونه