د فلسطین فتح غورځنګ خلک مظاهرو ته وروبلل
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i90861-د_فلسطین_فتح_غورځنګ_خلک_مظاهرو_ته_وروبلل
سما خبري اژانس وايي د فلسطین فتح غورځنګ د هیواد له خلکو وغوښتل د اردن سین د لویدیځې غاړې د نیواک له پلان سره د مخالفت لپاره د غوسې د ورځې مظاهرې ترسره کړي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 19, 2020 09:40 Asia/Kabul
  • د فلسطین فتح غورځنګ خلک مظاهرو ته وروبلل

سما خبري اژانس وايي د فلسطین فتح غورځنګ د هیواد له خلکو وغوښتل د اردن سین د لویدیځې غاړې د نیواک له پلان سره د مخالفت لپاره د غوسې د ورځې مظاهرې ترسره کړي .

د فلسطین د فتح غورځنګ ویاند اسامه القواسمي  خلکو  ته په  بلنې سره د صهیونیسټ رژیم له نیواکګریو او جنایتونو سره د مقابلې د نوي پړاو پر ضرورت تینګار وکړ .

د فلسطین د فتح غورځنګ د  بلنې په یوې (۱) برخې  کښې ویل شوي دي ای د فلسطین ستره ملت پاڅئ او د خپل وطن له خاورې سره د مرستې لپاره د اسرائیلو د مجرمانه سیاستونو د غندلو لپاره د غوسې د ورځې په مظاهرو کښې له مونږ سره یوځاې ګډون وکړئ چې د ټولې دنیا د خلکو په وړاندې په لوړ غږ سره ووایو د اردسین د لویدیځ غاړې یوځاې کول نه منو ، شرمونکي معامله نه منو او د فلسطین د پلازمینې په توګه قدس منو .