د اسرائیلو چارواکي د عربو هیوادونو له مقاماتو سره کتلي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i90970-د_اسرائیلو_چارواکي_د_عربو_هیوادونو_له_مقاماتو_سره_کتلي
زمونږ خبریال وايي د صهیونیسټ رژیم د جاسوسۍ ادارې وزیر ایلي کوهین ("Eli Cohen') ایشوا کړه چې ما د ځینو عربو هیوادونو له چارواکو سره کتنې کړي او ورسره مو یو(۱) تړون لاسلیک کړی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 23, 2020 06:19 Asia/Kabul
  • د اسرائیلو چارواکي د عربو هیوادونو له مقاماتو سره کتلي

زمونږ خبریال وايي د صهیونیسټ رژیم د جاسوسۍ ادارې وزیر ایلي کوهین ("Eli Cohen') ایشوا کړه چې ما د ځینو عربو هیوادونو له چارواکو سره کتنې کړي او ورسره مو یو(۱) تړون لاسلیک کړی دی .

هغه د سعودي عربستان له ایلاف ورځپاڼې سره په مرکه کې چې پرون خپره شوه په دې خبرې سره چې د فارس خلیج د ځینو عربو هیوادونو له چارواکو سره مو کتنې او خبرې اترې کړي دي وویل دغه عرب هیوادونه ګروهنه لري چې له اسرائیلو سره اړیکې ټینګې کړي .

ایلي کوهین دې ته په اشارې سره چې اسرائیلو له ځینو عربو هیوادونو سره چې ورسره یې ډیپلوماټیکې اړیکې نه لرلې څو موافقې او تړونونه  لاسلیک کړي دي ډاګینه کړه په سعودي عربستان کښې د « نئوم» په نوم یوه(۱) پروژه شته چې ډیره پرتمینه ده .

د صهیونیسټ رژیم د جاسوسۍ ادارې وزیر ایلي کوهین د دغه پوښتنې په ځواب کښې چې ایا عربو هیوادونو د اسرائیلو لخوا د اردن سیند د لویدیځې غاړې د ځینو سیمو د یوځاې کولو له پلان سره سره له تل اویو سره خپلې اړیکې عادي کړي او که نه وویل هغه کسان چې د فارس خلیج د حوزې د هیوادونو او د عربو هیوادونو په سر کښې دي په عزت سره ژوند ، خپل اقتصاد ، امنیت او ملت ته اړونده مسائیلو ته اهمیت ورکوي .

له صهیونیسټ رژيم سره د  سیمې د ځینو عربو هیوادونو په تیره بیا د متحده عربي اماراتو ، سعودي عربستان او د بحرین د اړیکو د عادي کولو بهیر په داسې حال کښې دی چې دغه رژیم د فلسطین د خلکو په ځپلو سربیره په ډیرو عربو  او اسلامي ټاټوبو کښې هم زیات جنایتونه کړي دي .