ملګري ملتونه د یمن په هکله بیا خبرې پیلوي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i91149-ملګري_ملتونه_د_یمن_په_هکله_بیا_خبرې_پیلوي
زمونږ خبریال وايي د ملګروملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن ډوجاریک په یمن کښې د اوربند د اعلان لپاره د دغه موسسې د ځانګړي استازي د هڅو د بیا پیلیدا خبر ورکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 30, 2020 08:18 Asia/Kabul
  • ملګري ملتونه د یمن په هکله بیا خبرې پیلوي

زمونږ خبریال وايي د ملګروملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن ډوجاریک په یمن کښې د اوربند د اعلان لپاره د دغه موسسې د ځانګړي استازي د هڅو د بیا پیلیدا خبر ورکړ .

وویل د یمن په چارو کښې د ملګروملتونو ځانګړی استازی مارټین ګریفیتس به د سیاسي بهیر په سمدستي ډول د له سره پیلیدا او د اوربند په هکله د هڅو په چوکاټ کښې په ریاض کښې خبرې اترې پیل کړي .

د  ملګروملتونو لخوا په یمن کښې د اوربند موضوع اوس بیا په داسې حال کښې مطرح کیږي چې د اوربند له څو ځله اعلان سره سره د سعودي عربستان ائتلاف تل د یمن په بیلابیلو سیمو بمباریو ته دوام ورکوي .