د سوریې خلکو د امریکايي ځواکونو خلاف مظاهرې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i91312-د_سوریې_خلکو_د_امریکايي_ځواکونو_خلاف_مظاهرې_وکړې
د سوریې په شمال ختیځ کښې د الحسکه ولایت سلګونو خلکو په خپله سیمه کښې د امریکايي پوځیانو په غیرقانوني شتون باندې ا عتراض کښې مظاهرې وکړې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 07, 2020 03:22 Asia/Kabul
  • د سوریې خلکو د امریکايي ځواکونو خلاف مظاهرې وکړې

د سوریې په شمال ختیځ کښې د الحسکه ولایت سلګونو خلکو په خپله سیمه کښې د امریکايي پوځیانو په غیرقانوني شتون باندې ا عتراض کښې مظاهرې وکړې.

د الحسکه ولایت د القامشلي ښار اوسیدونکو پرون د مظاهرو په کولو او د شعارونو په ورکولو سره د سوریې له خاورې د امریکايي پوځیانو د وتلو غوښتنه وکړه.

هغوي د امریکې د بیرغ په سوزولو سره دغه هیواد لوټمار او په شام او سیمه کښې د ګډوډي لامل وباله او د سوریې د ولس خلاف د واشنګټن یواړخیزو بندیونه یې هم وغندل.

د مظاهرو ګډونوالو په پاې کښې د یوې خبرپاڼې په صادرولو سره وویل: د شام ولس به یوازې د نیواکګرو ځواکونو په وتلو او د نیواکګرو له منګولو د هغوي د خاورې په خلاصیدو سره ارامښت ته ورسیږي.