د سوریې د پارلمان د دریم پړاو انتخاب سبا کیږي
ایسنا خبري اژانس وايي په دوه زره دولسم (۲۰۱۲) میلادي کال کښې د سوریې د اساسي قانون له اصلاح وروسته د دغه هیواد د پارلمان د دریم(۳) پړاو انتخابات سبا ترسره کیږي .
د سوریې د انتخاباتو لوړې قضايي کمیټۍ په یوې (۱) بیانیې کښې د پارلمان د دریم (۳) پړاو د انتخاباتو په هکله وویل د هیواد خلک سبا له دوه زره او یوسل (۲۱۰۰) کسانو څخه د دوه سوه پنځوسو (۲۵۰۰) استازیو د انتخابولو لپاره خپلې رایې صندوقونو ته اچوي .
دغه کمیټۍ وویل چې د سوریې په ټولو ولایتونو کښې د انتخاباتو لپاره د رایو د اچولو د مرکزونو شمیر څه دپاسه اوه زره او درې سوه دیارلس (۷۳۱۳) دی .
حلب ، دمشق او حمص ولایتونه له ترتیب سره سره د دوه پنځوس (۵۲) نهویشتو (۲۹) او د درویشتو (۲۳) استازیو په لرلو سره د سوریې په پارلمان کښې ترټولو زیاتې څوکۍ لري .
سوریه څوارلس (۱۴) ولایتونه لري او د هیواد خلک په ټول کښې د پارلمان دوه سوه پنځوس (۲۵۰) استازي د څلورو (۴) کلونو لپاره انتخابوي .
د سوریې د اساسي قانون له اصلاح وروسته د پارلمان لومړني انتخابات د دوه زره دولسم (۲۰۱۲) میلادي کال د مي په اومه (۷) نیټه شوي وو او د دوهم (۲) پړاو انتخابات هم د دوه زره شپاړسم(۲۰۱۶) میلادي کال د اپریل د میاشتې په دیارلسمه (۱۳) نیټه شوي وو .
د سوریې د پارلمان د دریم (۳) پړاو انتخابات له دې مخکې د کورونا ناروغۍ د خپریدا په دلیل ځنډیدلي وو چې اوس په سبا ورځ ترسره کیږي .