الاقصی جومات د فلسطین د ملت سره کرښه ده
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i91561-الاقصی_جومات_د_فلسطین_د_ملت_سره_کرښه_ده
العالم ټيلي ويژن راپور ورکړ د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس ویاند فوزي برهوم ټینګار وکړ قدس شریف او الاقصی جومات د فلسطین د ملت او د مقاومت د جبهې سره کرښه ده او له دغو دوو (۲) ځایونو ملاتړ د ټولو اسلامي امتونو دیني او اخلاقي دنده ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 18, 2020 05:58 Asia/Kabul
  • الاقصی جومات د فلسطین د ملت سره کرښه ده

العالم ټيلي ويژن راپور ورکړ د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس ویاند فوزي برهوم ټینګار وکړ قدس شریف او الاقصی جومات د فلسطین د ملت او د مقاومت د جبهې سره کرښه ده او له دغو دوو (۲) ځایونو ملاتړ د ټولو اسلامي امتونو دیني او اخلاقي دنده ده .

هغه پرون په الاقصی جومات کښې د « باب الرحمه » مصلای د چټي کولو لپاره د صهیونیسټ رژيم د هڅې پرضد مظاهرو کښې په دې خبرې سره چې قدس د فلسطین د ملت همیشنۍ پلازمینه ده وویل د امریکا او د صهیونیسټ رژيم د پیړۍ د معاملې د پلان د اجرا لپاره ټولې هڅې به هیڅکله دغه حقیقت بدل نه کړي .

د فلسطین د جهاد اسلامي غورځنګ نامتو غړي خضر حبیب هم په غزې تړانګې  کښې د  فلسطین د خلکو په مظاهرو کښې وویل د فلسطین خلک به هیڅکله اجازه ورنکړي په قدس شریف د سلطې لپاره د صهیونیسټ رژيم پلانونه اجرا او عملي شي .

د قدس نیواکګر رژیم ( اسرائیل ) د فلسطین د خلکو د کورونو په ورانولو او د هغوې په نیولو او په الاقصی جومات یرغل او د صهیونیسټ میشته ښاریکو د شمیر په زیاتولو سره د قدس د یهودي کولو او د فلسطینیانو د شمیر د ختمولو هڅه کوي .