د سعودي د باچا روغتیایي حالات خراب دی
Jul 20, 2020 08:54 Asia/Kabul
د سعودي عربستان باچا ملک سلمان بن عبدالعزیز د دې هیواد د ملک فیصل روغتون ته بېول شوی دی.
د عربستان د رسمي خبرګزاري واس په حواله، د سعودي باچا د صفرا کڅوړي کې پاړسوب رامینځ شوی چي د امله یې روغتیایي حالات خراب شوی دی.
اوس مهال د سعودي باچا د دې هیواد په پلازمینه ریاض کې د ملک فیصل په روغتون کې بستري شوی دی.
ملک سلمان د سعودي اوهم باچا ګنل کیږي چي په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د خپل ورو ملک عبدالله د مریني وروسته پر څوکۍ کښېناستی.
هغه د ملک عبدالعزیز ۲۵ زوی دی چي د ریاض په ښار کې راپیدا شوی چي اوس ۸۴ کلنۍ ته رسېدلی دی.
د خبر پای /.
ټیګونه