خونخوارو صهونیستی پوځیانو دوه نور فلسطنیان هم شهیدان کړل
العالم ټیلیوژنی چینل راپورورکړ اسرائیلی پوځیانو نن هم دنیواکی قدس په شمال کې دقلندیا پلټونکی پستې ترڅنګ دفلسطنیانو په لور په ډزو سره دویې ښځې پشمول دوه فلسطنیان شهیدان کړل .
ددغه راپورپه اساس ، صهونیسټی وحشی ډوله پوځیانو فلسطنیانو په لور په ډزو سر ه دټپی شویو فلسطنیانو ددرملنې او روغتون ته د منتقلولو مخه ونیوله چې په نتیجې کې ئې دوه فلسطنیان شهیدان او یو شمیر نور سخت ټپیان وروسته روغتون ته ورسول شول
په عین حال کې دفلسطنیو بندیانو ټولنې نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره ویلی دی و اسرائیلی پوځیانو په الخلیل ، بیت لحم ،نابلس ، جنین ، طولکرم او دقدس د ختیځ په ځینو سیمو کې اولس فلسطنیان نیولی او له ځان سره بیولی دی .
ددغو دوو فلسطنیانو په شهادت سره داکتوبر دمیاشتې له پیله د قدس د انتفاضې دشهیدانو شمیر دوه سوه پنځلسو کسانو ته ورسید.