اروپائي هیوادونه دصهیونیستانو ښارګوټوجوړول غیرقانوني ګڼي
د ډنمارک ،فرانسې ،جرمني ،ایټالیا،بریتانیا،اسپانیا،بلجیّم ، فنلینډ ،هالینډ ، ناروې ، پولینډ ،پرتګال ، او سویډ سفیرانو دغه لیک لاسلیک کړی دی .
زمونږخبریال راپور راکړ د پنځلسو اروپائی هیوادونوسفیرانو دصهیونیسټ رژيم چارواکو ته په یوه لیک کې ددغه رژيم دغیر قانوني ښارګوټو جوړولو باندې خپل اعتراض اعلان کړی دی .
اروپائي سفیرانوصهیونیسټي چارواکو ته په دغه لیک کې د اردن سین په لویدیځي غاړې کې د اسرائيلو د غیرقانوني ښارګوټو جوړول محکوم کړي دي .
د ډنمارک ،فرانسې،جرمني ،ایټالیا،بریتانیا،اسپانیا،بلجیّم ، فنلینډ ،هالینډ ، ناروې ، پولینډ ،پرتګال ،او سویډ سفیرانو دغه لیک لاسلیک کړی دی .
صهیونیسټ رژيم تل په صهیونیسټ میشته ښارګوټو جوړونې د نړیوالې ټولنېغوښتنې ته بې پامي کړې اوپه دې زمینې کې امریکا ورځيني بشپړ ملاتړ ته دوام ورکوي .
دغه درست ښارګوټي د نړیوالو قوانینو په اساس غیر قانوني دي .
د ملګروملتو امنیت شورا د ۲۰۱۶کال ددسمبر په ۲۳نیټه په ۲۳۳۴پریکړه لیک کې پر صهیونیسټ رژيم غږ کړی،سملاسياو په بشپړ ډول دې،د فلسطین په نیواکي ټاټوبو کې دښارګوټو د جوړولو فعالیتونه ودروي .