د ایران او د اماراتو خارجه وزیرانو خبرې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i91960-د_ایران_او_د_اماراتو_خارجه_وزیرانو_خبرې_وکړې
زمونږ خبریال وايي د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د متحده عربي اماراتو له خارجه وزیر شیخ عبدالله بن زاید سره په خبرو کښې په لویدیځې اسیا سیمه کښې د ثبات د رامینځته کولو لپاره د دواړو هیوادونو د ملګرتیا په ضرورت ټینګار وکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 03, 2020 00:20 Asia/Kabul
  • د ایران او د اماراتو خارجه وزیرانو خبرې وکړې

زمونږ خبریال وايي د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د متحده عربي اماراتو له خارجه وزیر شیخ عبدالله بن زاید سره په خبرو کښې په لویدیځې اسیا سیمه کښې د ثبات د رامینځته کولو لپاره د دواړو هیوادونو د ملګرتیا په ضرورت ټینګار وکړ .

د ایران خارجه وزیر او د متحده عربي اماراتو د باندنیو چارو وزیر پرون  په ویډیو کانفرنس کښې د ګډو سیمه ییزو موضوعګانو او د دوه اړخیزه ملګرتیاو په هکله بحث او د نظر تبادله وکړه .

د ایران خارجه وزیر په دغو خبرو کښې د سیمې د حساسو شرایطو په یادونې سره وویل نور هیوادونه مکمنه ده چې له اوسنیو شرایطو څخه د سیمې د بې ثباته کولو لپاره ګټه پورته کړي خو ایران او متحده عربي امارات د ګاونډیو هیوادونو په توګه باید د سیمې د ثبات په فکر کښې ووسي .

د متحده عربي اماراتو خارجه وزیر شیخ عبدالله بن زاید هم په سیمه کښې د ایران او د خپل هیواد ملګرتیا ضروري وبلله او په خپل مینځه سلامشورو او په فرصتونو باندې د چیلنجونو په بدلولو یې ټینګار وکړ .