ایران لبنان ته دطبی مرستو ستره جوپه لیږدوي
د ایران د اسلامی جمهوریت د سرې میاشتې ادارې مشر کریم همتي نن سهار وختي وئيلي دي د مرستو په لومړنۍ مرحلې کې د لبنان د غمځپلو لپاره تر نن ناوخته پورې نهه ټنه خوراکي مواد او همداراز درمل ،طبی تجهیزات او نورو ملزومات لبنان ته لیږدول کیږي او همداراز دیوه صحرائي روغتون درست تجهیزات او د ډاکټرانو یو ۲۲کسیز ټیم هم لبنان ته لیږدول کیږي .
زمونږخبریال راپور راکړ د اسلامی ایران ولسمشر حسن روحاني نن سهار د لبنان ولسمشر میشل عون ته دیوه پیغام په لیږدولو کې دبیروت ښار په بندر کې دبوږنونکي چاودنې په غمیزې پسې ددغه هیواد له ولس او حکومت سره دایران د ولس او حکومت دخواخوږۍ په څرګندولو سره ، د دغې پیښې د قربانیانو له خپلو خپلوانو سره خواخوږي ښودلې او دټپيانو د سلامتیا لپاره ئې دعا کړې او سملاسي ئې د طبی او درملیزو مرستو دلیږدولو لپاره د انسان دوستۍ د اقداماتو په لړ کې د اسلامی ایران دحکومت په چمتووالي یو ځل بیا ټينګار کړی دی .
ډاکټر حسن روحاني هیله ښودلې ، ددغې پيښېئ اړخونه زر ترزره مشخص او بیروت ته آرامښت بیرته وګرځي .
همداراز د اسلامي ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف هم د لبنان له خارجه وزیر شربل وهبه سره په ټيلیفوني تماس کې د خواخوږۍ په څرګندولو سره د بیخ بینائي تاسیساتو ،، ضروري ا ړتیا، او همدارازد سملاسي هرډول مرستو په تیره بیا د انسان دوستۍ دحوزې هرډول مرستو په چوکاټ کې د تهران چمتووالی اعلان کړی او وئيلي ئې دي ، ایران به په دې باب هیڅ ډول مرستو څخه ډډه ونه کړي او د ایران ملت او حکومت د لبنان د خوئيندو وروڼو په غم کې برابر شریک دي .
داپه داسې حال کې دي چې د ایران د اسلامی جمهوریت د سرې میاشتې ادارې مشر کریم همتي نن سهار وختي وئيلي دي د مرستو په لومړنۍ مرحلې کې د لبنان د غمځپلو لپاره تر نن ناوخته پورې نهه ټنه خوراکي مواد او همداراز درمل ،طبی تجهیزات او نورو ملزومات لبنان ته لیږدول کیږي او همداراز دیوه صحرائي روغتون درست تجهیزات او د ډاکټرانو یو ۲۲کسیز ټیم هم لبنان ته لیږدول کیږي .