دبیروت چاودنې د وژل شویوشمیر۱۵۰ته زیات شو
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i92059-دبیروت_چاودنې_د_وژل_شویوشمیر۱۵۰ته_زیات_شو
د لبنان د روغتیا وزارت د اعلان په اساس په چاودنه کې ۱۵۰ کسان مړه او څه د پاسه څلور زره هم ژوبل شوی دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 06, 2020 01:05 Asia/Kabul
  • دبیروت چاودنې د وژل شویوشمیر۱۵۰ته زیات شو

د لبنان د روغتیا وزارت د اعلان په اساس په چاودنه کې ۱۵۰ کسان مړه او څه د پاسه څلور زره هم ژوبل شوی دي .

زمونږخبریال راپور راکړ  د لبنان د روغتیا وزارت د اعلان په اساس په چاودنه کې ۱۵۰ کسان مړه او څه د پاسه څلور زره هم ژوبل شوی دي .

 همداراز له بلې خوا د لبنان د سرۀصلیب عمومی منشي جارج کتانه وئيلي دي په دغې چاودنې کې په لسګونو کسان بې درکه شوي هم او وئیل کیږي ،چې ښائي د کنډوالو لاندې شوي وي .په  قربانیانو کې په لسګونو بهرني وګړي هم  ترسترګو کیږي .په وژل شویو کسانو کی یو پاکستانې هم شامل دې .

وئیل کیږي ، دغه چاودنه د  بیروت په بندر کې د  آمونیم نائيتریټ کیمیکل موادو په زیرمې کې شوي چې  له امله ئې  دبیروت کابو زیاتره برخه  تاواني شوې ده او  دا هم وئیل کیږي ، چې  چاودنه دومره زوروره وه چې  دبیروت تر اویا کلومیټرو پورې ئې غږ آوریدل شوی دی .

 داپه داسې حال کې دي چې د لبنان دحزب ا... ولسی غورځنګ په اعلامیې کې له خلکو سره دخواخوږۍ په ښودلو سره پر درستو لبنانیانو غږ شوی،خپل وحدت او انسجام دې وساتي او درست دې د  غمځپلو مرستو ته ودانګي .

 له دې سره په یووخت د اسلامی ایران  د ولسمشر پشمول لوړپوړو چارواکو دغه چاودنه یوه ستره غمیزه بللې او وئيلي ئې دي د اسلامی ایران درست ملت او حکومت د لبنان  له غمځپلو وروڼو خوئيندو سره په غم کې شریک دي او  له دوي سره هر ډول مرستو او ملګرتیاؤته تیار دی .