د لبنان په پلازمینه بیروت کښې بیړنی حالت اعلان شو
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i92209-د_لبنان_په_پلازمینه_بیروت_کښې_بیړنی_حالت_اعلان_شو
فارس خبري اژانس وايي په بیروت بندر کښې له چاودنې او دغه ښار ته له زیاتو ځاني او مالي تاوانونو رسیدا وروسته د لبنان پارلمان د بیړني حالت اعلانول تصویب کړل .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 13, 2020 11:09 Asia/Kabul
  • د لبنان په پلازمینه بیروت کښې بیړنی حالت اعلان شو

فارس خبري اژانس وايي په بیروت بندر کښې له چاودنې او دغه ښار ته له زیاتو ځاني او مالي تاوانونو رسیدا وروسته د لبنان پارلمان د بیړني حالت اعلانول تصویب کړل .

د لبنان پارلمان نن د نبیه بیري په مشرۍ غونډې کښې وویل د بیروت بندر د چاودنې د قربانیانو کورنۍ به له ځینو معافیتونو برخورې شي .

د لبنان د پارلمان مشر نبیه بیري دغه راز وویل د لبنان پوځ د هیواد د وحدت دساتلو او د ارامښت د ټینګولو بیلګه دی .

د لبنان په بیروت بندر کښې د چاودنې له کبله اویا زره کورونو او درې زره اوه سوه دوه نوي(۳۷۹۲) ودانیو ته زیات تاوانونه رسیدلي دي او دغه هیواد ته یې پینځلس (۱۵) میلیارډه ډالره تاوانونه هم رسولي دي .