امریکا ته د عراق د لومړي وزیر د سفر موخې
واشنګټن ته د الکاظمي په سفر کې یو ځل بیا د امریکائي پوځیانو د وتلو موضوع دخبرواترو یو اصلي چورلیز دی . \
د عراق لومړی وزیرمصطفی الکاظمي په دوه ورځني سفر د امریکا واشنګټن ته تللی څو ددغه هیواد د ولسمشر پشمول له لوړوپوړو چارواکو سره د دوواړخیزو اړیکو او سیمه ایزو او نړیوالو بدلونونو په باب کتنه او خبرې اترې وکړي .
یوه پوښتنه راپورته کیږي،چې واشتګټن ته د الکاظمي د سفرموخه څه کیدلی شي .؟
الکاظمي د امریکا له ولسمشر او نورو لوړپوړو چارواکو سره په دغو لیدوکاتو کې د ځينو مهمو موضوعګانو اړخونه هم سپړي،البته د دوو اړخیزو اړیکو په حوزې کې اصلي موضوع په عراق کې د امریکائي پوځیانو شتون دی . د عراق پارلیمان د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ په پنځمه نیټه له خپل هیواده د امریکائي ترهه ګرو پوځیانو د وتلو پلان تصویب کړی دی .دعراق ولس هم د جنورۍ په ۲۴نیټه په میلیوني مظاهرې جوړې کړې اوله خپل هیواده ئې د امریکائي ترهه ګرو پوځیانو د وتلوغوښتنه وکړه.په عین حالکېامریکایان د اقتصادي بندیزونو او د مشکلاتو د زیاتولو په ګواښلو سره چې اوسهم د عراق یوه ترټولواصلی ستونزه ده،هڅه کوي په عراق کې خپل پوځیان وساتي.
د عراق او امریکا ترمینځ دخبرواترو یو پړاؤ په تیر جون میاشت کې د امریکائي پوځيانو د شتون په چورلیزتوب سره ترسره شوی دی،خو څه خاص نتیجه ئې نه ده درلودلې .اوس واشنګټن ته د الکاظمي په سفر کې یو ځل بیا د امریکائي پوځیانو د وتلو موضوع دخبرواترو یو اصلي چورلیز دی .داپه داسې حال کې د ي چې د عراق په پارلیمان کې د قانون دحکومت ائيتلاف استازي عبدالهادي السعداوي پشمول ځینو عراقي پارلیماني استازو په ډاګه خبرداری ورکړی،دعراق په خاورې کې د امریکائي پوځیانو له پاتیکیدو سره ددغه هیواد د لومړي وزیر د پخپلا کیدا په بڼه کې به پارلیمان لومړی وزیر ګوښه کړي .
د دوو اړخیزو اړیکو په حوزې کې یوه بله موضوع دعراق اقتصادي مشکلات دي،عراق د ډيرو زیاتو اقتصادي ترینګلتیاؤ شاهد دی،د عادل عبدالمهدي په مشرۍ د عراق د تیرحکومت په ضدمظاهرې هم په اقتصادي ریښې سره شوي .مصطفیالکاظمي اندیښمن دی یو ځل بیا په اقتصادي بد وضعیّت باندې په اعتراض کې په دغه هیواد کې اعتراضیه مظاهرې پیل شي.که څه هم له دې مخکې هم د هغه د حکومت په ضد د مظاهرو څو مرحلې ترسره شوي دي .ټاکل شوې ده دعراق لومړي وزیر د امریکا د ولسمشر ډونالډټرمپ پشمول ددغه هیواد له لوړ پوړو چارواکو سره په لیدوکاتو کې د اقتصادي مشکلاتو د کمولو لپاره ددغه هیواد دمرستو غوښتنه وکړي.
امنیتی موضوعګانې هم له ټرمپ سره د لیدوکاتو یو مهم چورلیز ؤ .له یوه پلوه،امریکا،چې په عراق کې د خپل سفارت او پوځي مرکزونو په ضد د ګواښونو د زیاتیدا شاهده ده،له الکاظمي څخه غواړي چې په عراق کې د مقاومتي ډلو فعالیتونه محدود کړي او له بل پلوه،الکاظمي پوهیږي،چې له مقاومتي ډلو سره د حکومت هر ډوله ډغره به هم د هغه د اوسني حکومت پر برخلیک او هم په ۲۰۲۱کال کې په وارمخکې انتخاباتو کې د هغه پر برخلیک اغیزې وشیندي .پردې اساس،داسې نه ښکاري،په دې باب دواړه لوري کوم ګډ ټکي ته ورسیږي او خبرې اترې ئې کومه نتیجه ورکړي .
ځینی نوره مهمې سیمه ایزې موضوعګانې هم شته چې الکاظمي له ټرمپ او نورو امریکائي چارواکوسره د لیدوکاتو یو اصلي چورلیز دی .
په دوی کې یوه تر ټولو مهمه مسئله له تهران سره د بغداد اړیکې دي .د امریکا حکومت چې د ایران د اسلامی جمهوریت په ضد د زیاتره دباؤ د سیاست د ماتې کتونکی دی ،اوس دعراق پر حکومت، له تهران سره د اړیکو د سوئې د کمیدا لپاره دعراق پرحکومت دباؤ اچوي .
د عراق لومړی وزیر په داسې شرائطو کې امریکا ته سفرکړی،چې دغه هیواد ولسمشرۍ د انتخاباتو د ترسره کیدا په درشل کې دی،که څه هم ټرمپ هڅه کوي له ایرانه د عراق د لیرې ساتلو له لارې،له دغه سفره د خپلو انتخاباتي موخو لپاره استفاده وکړي ، خو داسې ښکاري،الکاظمي لهایران سره داړیکو د کمولو لپاره امریکا هیڅ ژمنتیا نه ورکوي .
عراق هم له ایران سره هم ترټولو زیاتې جغرافیائي پولې لري او هم دبریښنا دتامینولو پشمول له اقتصادي پلوه دایران له اسلامی جمهوریت سره د اړیکو پیاوړتیا ته اړتیا لري،یوه داسې موضوع چې تهران ته دمصطفی الکاظمي د تیرې میاشتې په سفر کې ورباندې ټینګار شوی دی .