امریکا په سیمه کښې جنګونه جوړوي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i92418-امریکا_په_سیمه_کښې_جنګونه_جوړوي
د لبنان د حزب الله مشر د محرم د دریمې شپې په وینا کښې په سیمه کښې د امریکې په جنګ جوړونې ټینګار وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 23, 2020 03:11 Asia/Kabul
  • امریکا په سیمه کښې جنګونه جوړوي

د لبنان د حزب الله مشر د محرم د دریمې شپې په وینا کښې په سیمه کښې د امریکې په جنګ جوړونې ټینګار وکړ.

سید حسن نصر الله په دې خبرې سره چې امریکا، لویدیځ هیوادوه او ځیني عرب هیوادونه د سیمې په کورنیو چارو کښې لاسوهنه کوي، امریکایانو ته په خطاب کښې وویل: ولې تاسو د نورو هیوادونو په چارو کښې د دخالت حق لرئ او بې انصافي کوئ خو مونږ او داسې نور هیوادونه حق نه لرو چې د خپلې سیمې د خلکو مرسته وکړو؟

هغه په دوام کښې وویل: امریکا کوې شي چې جنګ پیل کړي او خپل حق ګڼي چې په یمن او نورو ځایونو کښې د ماشومانو هډوکي میده کړي خو هیڅوک د دغه تیري په غندنه کښې حتی د یوې خبرې کولو حق نه لري.

نصر الله په دوام کښې امریکا د نړۍ د خلکو لپاره ترټولو ستر چیلنج او د نړیوالې صلحې او امنیت لپاره ترټولو ستر ګواښ وباله.

د لبنان د حزب ا... مشر هم داشان په سیمه کښې حقیقي بلا او مصیبت صهیونیسټي رژیم وباله او زیاته یې کړه:که څوک له دغه رژیم سره مقابله کول وغواړي نو پکار دي چې د فلسطین په تاریخ او ټاټوبي باندې خبرووسي.