سعودي ائيتلاف هماغه راز په نادودو بمونو سره پریمن بمباري کوي
له غونچه ایزو بمونو استفاده د ۲۰۰۸کال د مصوبې د غونچه ایزو مهماتو د کنونش په اساس ممنوع ده .
فارس خبری آژانس راپور ورکړی ، دیمن په چارو کې دملګروملتو ځانګړي استازي دفتر دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئيلي دي ، د سعودي تیریګر ائیتلاف جنګي الوتکې د یمن په لویدیځ الحدیده ښار باندې پخپلو حملو کې له منع شوو غونچه ایزو بمونو استفاده کوي .
په دغې اعلامیې کې د سعودي تیریګر ائيتلاف په وسیله ددغه ډول بمونو څخه بې خرته استفاده په کلکه محکومه شوې ده .
له غونچه ایزو بمونو استفاده د ۲۰۰۸کال د مصوبې د غونچه ایزو مهماتو د کنونش په اساس ممنوع ده .
د سعودي تیریګر ائیتلاف جنګي الوتکو تر دې دم ه په کرتو دیمن په ښارونو او هستوګنو سیمو په زرګونو غونچه ایز بمونو ورولي دي چې د سلګونو بې ګناه ماشومانو ، ښځو او نورو عامو خلکو ژوند ئې اخستی او بې شمیره ئې ټپیان کړي دي .
د بخښنې نړیوالې ادارې هم په همداوروستیو کې خبرداری ورکړی ، په یمن کې د هغو غونچه ایزو بمونو شتون چې چاود شوي نه دي ،ددغه هیواد ځيني سیمې ئې دماینونو په ډګرونو بدلې کړي دي .