سعودي ائيتلاف هماغه راز په نادودو بمونو سره پریمن بمباري کوي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i92647-سعودي_ائيتلاف_هماغه_راز_په_نادودو_بمونو_سره_پریمن_بمباري_کوي
له غونچه ایزو بمونو استفاده د ۲۰۰۸کال د مصوبې د غونچه ایزو مهماتو د کنونش په اساس ممنوع ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 03, 2020 03:07 Asia/Kabul
  •   سعودي ائيتلاف هماغه راز په نادودو بمونو سره پریمن بمباري کوي

له غونچه ایزو بمونو استفاده د ۲۰۰۸کال د مصوبې د غونچه ایزو مهماتو د کنونش په اساس ممنوع ده .

 فارس  خبری آژانس راپور ورکړی ،   دیمن په چارو کې  دملګروملتو ځانګړي استازي دفتر دیوې اعلامیې په خپرولو سره  وئيلي دي ، د سعودي تیریګر ائیتلاف  جنګي الوتکې د یمن  په لویدیځ  الحدیده ښار باندې پخپلو حملو کې  له  منع شوو غونچه ایزو بمونو استفاده کوي . 

  په دغې  اعلامیې کې  د سعودي تیریګر  ائيتلاف  په وسیله   ددغه ډول بمونو څخه   بې خرته استفاده په کلکه محکومه شوې ده .

 له غونچه ایزو بمونو استفاده د  ۲۰۰۸کال د مصوبې د غونچه ایزو مهماتو د کنونش په اساس  ممنوع  ده .

د سعودي تیریګر ائیتلاف  جنګي الوتکو  تر دې دم ه په کرتو  دیمن په ښارونو او هستوګنو سیمو په زرګونو غونچه ایز بمونو ورولي دي  چې  د سلګونو  بې ګناه  ماشومانو ، ښځو او نورو عامو خلکو ژوند ئې  اخستی او بې شمیره   ئې ټپیان کړي دي .

 د بخښنې نړیوالې ادارې هم  په همداوروستیو کې خبرداری ورکړی ، په یمن کې د   هغو غونچه ایزو بمونو  شتون چې چاود شوي نه دي ،ددغه هیواد ځيني سیمې ئې  دماینونو په ډګرونو بدلې کړي دي .